د عراق پلازمینې ته آرامښت بیرته ستون شوی دی
ډیری کارپوهان او سرچینې وائی داسې نوره هم ډیرې نښې نښانې شته چې ښئ دعراق د حالاتو په ترینګلی کولو کې دامریکا او صهیونیسټی رژیم پشمول ځینی تالی څټی او مرتجع عرب هیوادونه هم لاس لری اوغواړوی ددغه هیواد د ولسی حکومت لپاره اړۍ ګړۍ راپورته کړی .
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ سومریهّ نیوز خبری سایټ په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، نن سهار دعراق د امنیتی ځواک په شتون سره د بغداد درست واټونه له اعتراض کونکو خالی دی او په دغو سیمو کې وضعیّت عادی حالت ته ګرځیدلی دی .
د عراق د بغداد پښمول په ځینو ولایتونو کې له تیرو څو ورځو راهسې د عمومی خدماتو،کارکسب او اداری فساد په خلاف په اعتراض کې مظاهرې شوی ، چې ویئل کیږی ،یوشمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتی ده .
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د خارجه وزیر یوه سلاکار انډریوپیک په همداروستیو کې په عراق کې د خپل هیواد د لاسوهنو په توجیه کې وئیلی دی، واشنګټن غواړی ، دغه هیواد له ا یران سره نارمل اړیکې ولری .
هغه په دې ادعا سره چې د عراق دپوځ یوه برخه د بغداد په ځای له تهران سره غږمله ده ، زیاته کړې ، عراقیان باید له ملاتړ او پراختیا څخه د برخمنیدا لپاره له ایرانه ورآخوا نورو ته سترګې په لاره شی . همداراز دعراق په ځینو ښارونو کې له وروستیو ناکراریو په ملاتړ کې دغه امریکائی چارواکی مدعی شوی ، چې واشنګټن دبیان د آزادۍ او اعتراض پر حق ټینګار کوی.