د عراق د دښمانانو هڅه له ماتی سره مخ شوی
-
امریکا ، بریتانیا ، سعودي عربستان ، هالینډ او ځینو نورو هیوادونو په عراق کښې د مظاهرو او دګډوډۍ په رامینځته کولو کښې ستر رول درلود .
مهر خبری اژانس وایی د عراق د ملی امنیت سلاکار «فالح الفیاض »وویل په هیواد کښې د ارامښت د ګډوډولو لپاره د دښمانانو هڅې له ماتی سره مخ شوی دی .
دعراق د ملی امنیت سلاکار او د الحشد الشعبی مشر فالح الفیاض نن په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل د هیواد اوسنی کړکیچ دوه () پړاونه کچ کړل او د ستر دینی مرجع ایت الله سیستانی بیانیه ښکاره وه او دینی مرجعیت په دغه خبر پاڼه کښې هغه څه چې اړتیا ورته وه بیان کړل او حل لارې یې هم وټاکلې .
فالح الفیاض زیاته کړه د فساد له مینځه وړل او د اقتصادی اصلاحاتو او پراختیا رامینځته کول به یوازې د حکومت په سیوری کښې محقق شی .
په کربلا کښې د عراق د شیعه مسلمانانو د ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی استازی «احمد الصافی» د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې وروستیو اعتراضونو ته په غبرګون کښې درې(۳) ګوڼه قواوې د حقیقی اصلاحاتو راوستلو ته وروبللې او په اعتراضونو کښې د امنیتی ځواکونو او دخلکو د زغم غوښتنه یې وکړه .
کره ثبوتونه وایی چې امریکا ، بریتانیا ، سعودی عربستان ، هالینډ او ځینو نورو هیوادونو په عراق کښې د مظاهرو او دګډوډۍ په رامینځته کولو کښې ستر رول درلود .