ترکیې د فرات په ختیځ دحملې لپاره سریزې برابرې کړی دی
دفرات په ختیځ دترکیې دپوځ دحملې د سریزو د برابرولو اعلان په داسې حال کې دی دچې له نړیوالو خبرداریو سره سره ، دسورئې سرچینو بیګا شپه د سورئې د حسکه سرحدی ولایت په شمال ختیځ په وروستیو برخو کې په تل الطویل سیمې د ترکیې د پوځی ځواک د حملې خبر ورکړی دی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ترکیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې خپرولو سره په دې پلمې سره چې دسیمې دثبات دساتنې لپاره باید سیمه کراره او د سورئې په شمال کې د سولې لاره رامینځة شی ، وئیلی دی ترکیې دفاع وزارت ، دسورئې دفرات په ختیځ کې دپوځی عملیاتو لپاره سریزې ترسره شوی دی .
دفرات په ختیځ دترکیې دپوځ دحملې د سریزو د برابرولو اعلان په داسې حال کې دی دچې له نړیوالو خبرداریو سره سره ، دسورئې سرچینو بیګا شپه د سورئې د حسکه سرحدی ولایت په شمال ختیځ په وروستیو برخو کې په تل الطویل سیمې د ترکیې د پوځی ځواک د حملې خبر ورکړی دی .
دا په داسې حال کې دی چې د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا کوګرینی دسورئې په شمال ختیځ د ترکیې دپوځ له حملې سره په یو وخت خبرداری ورکړی ، دغه اقدام ددغه هیواد دبحران لپاره دسیاسی هلوځلو له خطرې سره دمخامخولو لامل کیږی .
له دې مخکې روسیې اواروپائی اتحادئې د سورئې په شمال ختیځ دحملې لپاره د انقرې دچارواکو دفیصلې په غبرګون کې ټینګار کړی ؤ ترکیه باید په هر ډول شرائطو کې دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په سترګه وګوری .
په عین حال کې د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم بیګا دترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفونی خبرو کې د سورئې دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ته پر احترام ټینګار کړی او دترکیې له پوځی اقدام سره په مخالفت سره ئې ، د آدانا موافقه د سورئې اوترکیې لپاره او دغه راز د هغوی د اندیښنو دختمولو لپاره تر ټولو ښه لاره بللې ده .