په سورئې د ترکیې حمله د امریکا دسیاست نتیجه ده
دا حمله په داسې حال کې شوی چې دسورئې له شماله امریکائی پوځیان وتلی او د سورئې کرد ځواکونه ئې یوازې پریښودلی دی چې د سورئې کرد مشرانو دامریکا دغه اقدام پر هغوی له شا یو ستر ګوزار بللی دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړی په ملګروملتو کې د روسیې دایمی استازی واسیلی نبنزیا بیګا ددغې موسسې د امنیت شورا په غونډې کې وئیلی دی د سورئې په شمال کې د ترکیې پوځی عملیات د هغو سیاستونو نتیجه ده چې امریکا او دداعش په ضد دتش په نامه د ائیتلاف ځینو غړو،د سورئې په شمال کې د نفوسی بدلون د رامینځةکولو لپاره ترسره کړی دی .
نبنزیا زیاته کړې،ماسکو له دې مخکې هم ددغه سیاست د پایلوپه باب ددغه امریکائی ائیتلاف غړو ته خبرداری ورکړی ؤ.
په ملګروملتو کې د روسیې دایمی استازی روښانه کړې،اوس دغه ائیتلاف د نفوسی بدلونو دخپل سیاست نتیجه چې دسورئې په شمال کې ئې اعمال کړی،ترلاسه کوی .
د ترکیې پوځ د چارشنبې په ورځې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او د هغو کرد وسلوالو ډلو له شتونه د سورئې او ترکیې دسرحدی سیمو د پاکونې په پلمه چې انقره ئې ترهه ګرګڼی،د سورئې په شمال حمله کړې ده او د ترکیې اړونده مسئولانو وئیلی دی له دغو عملیاتو ئې د ملګروملتو دامنیت شورا ددرستو غړو هیوادونو سیفیران خبر کړی دی .
دا حمله په داسې حال کې شوی چې د سورئې له شماله امریکائی پوځیان وتلی او د سورئې کرد ځواکونه ئې یوازې پریښودلی دی چې د سورئې کرد مشرانو د امریکا دغه اقدام پر هغوی له شا یو ستر ګوزار بللی دی .