په سورئې د ترکیې حمله د امریکا دسیاست نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85168-په_سورئې_د_ترکیې_حمله_د_امریکا_دسیاست_نتیجه_ده
دا حمله په داسې حال کې شوی چې دسورئې له شماله امریکائی پوځیان وتلی او د سورئې کرد ځواکونه ئې یوازې پریښودلی دی چې د سورئې کرد مشرانو دامریکا دغه اقدام پر هغوی له شا یو ستر ګوزار بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 11, 2019 12:42 Asia/Kabul
  •   په سورئې د ترکیې حمله د امریکا دسیاست نتیجه ده

دا حمله په داسې حال کې شوی چې دسورئې له شماله امریکائی پوځیان وتلی او د سورئې کرد ځواکونه ئې یوازې پریښودلی دی چې د سورئې کرد مشرانو دامریکا دغه اقدام پر هغوی له شا یو ستر ګوزار بللی دی .

فارس  خبری آژانس راپورورکړی په ملګروملتو کې د روسیې دایمی استازی واسیلی نبنزیا بیګا ددغې موسسې د امنیت شورا په غونډې کې وئیلی دی د سورئې په شمال کې د ترکیې پوځی  عملیات  د هغو سیاستونو نتیجه ده چې  امریکا او دداعش په ضد دتش په نامه د ائیتلاف ځینو غړو،د سورئې په شمال کې د نفوسی بدلون د رامینځةکولو لپاره  ترسره کړی دی . 

نبنزیا  زیاته کړې،ماسکو له دې مخکې هم ددغه سیاست د پایلوپه باب ددغه امریکائی ائیتلاف غړو ته خبرداری ورکړی ؤ.

په ملګروملتو کې د روسیې دایمی استازی  روښانه کړې،اوس دغه ائیتلاف د نفوسی بدلونو دخپل سیاست نتیجه چې دسورئې په شمال کې ئې اعمال کړی،ترلاسه کوی .

د ترکیې پوځ  د چارشنبې په ورځې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او د هغو کرد وسلوالو ډلو له شتونه  د سورئې او ترکیې دسرحدی سیمو د پاکونې په پلمه چې انقره ئې ترهه ګرګڼی،د سورئې په شمال حمله کړې ده او د ترکیې اړونده مسئولانو وئیلی دی  له دغو عملیاتو ئې د ملګروملتو  دامنیت شورا ددرستو غړو هیوادونو سیفیران خبر کړی دی .

 دا حمله په داسې حال کې شوی چې د سورئې له شماله امریکائی پوځیان وتلی او د سورئې کرد ځواکونه ئې یوازې پریښودلی دی چې د سورئې کرد مشرانو د امریکا دغه اقدام  پر هغوی له شا یو ستر ګوزار بللی دی .