ترکیه د داعش د احیاء کولو مسئوله ده
له دې سره په یووخت د ترکیې او امریکا ولسمشر انو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ چې په سورئې د ترکیې له حملې څو ساعته مخکې ئې هم ټیلفونی خبرې کړې وې بیا په ټیلیفونی تماس کې په سیمې کې د سولې ، امنیت اوثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هلوځلو پر دوام ټینګار کړی دی .
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون بیګا په یولړ څرګندونو کې په سورئې د ترکیې حمله یو حماقت بللی او وئیلی ئې دی ، د داعش د احیاء په بڼه کې به ترکیه مسئوله وی .
ماکرون زیاته کړې ،ناټو او لویدیځ دهغه څه چې په وروستیو کې په سورئې کې پیښ شوی دی لامل دی .
له دې سره په یووخت د ترکیې او امریکا ولسمشر انو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ چې په سورئې د ترکیې له حملې څو ساعته مخکې ئې هم ټیلفونی خبرې کړې وې بیا په ټیلیفونی تماس کې په سیمې کې د سولې ، امنیت اوثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هلوځلو پر دوام ټینګار کړی دی .
له دې مخکې ټرمپ په یوه پیغام کې د ترکیې ولسمشر ته سپارښتنه کړې ، چې په سورئې د پوځی حملې حماقت دې ونه کړی ، چې دغې سپکې خبرې د ترکیې د ولسمشر ارودغان سخت غبرګون هم راپارولی او دهغه دغه پیغام کې ټوکرۍ ته غورځولی ؤ خو اوس بیا دواړه مشران په مشکوک ډول سره مشورې هم کوی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی چې په سورئې د ترکیې حمله د امریکا د ولسمشر په شنې اشارې سره شوی ده او دوی غواړی د سورئې په ځینوسیمو کې پاتې داعشی تکفیریان خوندی وساتی او په یوه بل اسلامی ټاټوبی کې ورځینی ناوړه استفاده وکړی،او په همدې خاطر دامریکا دولسمشر مرستیال ترکیې ته تللی او د ترکیې پوځی عملیات ئې د اوور بند په نامې سره ترپنځو ورځو پورې ځنډولی دی .