د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو بيا په يمن پراخې حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85368-د_سعودي_ائتلاف_جنګي_الوتکو_بيا_په_يمن_پراخې_حملې_وکړې
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيحی السريع بېګا وويل، د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو په تېرو اته څلوېښت ګېنټو کښې د يمن مختلفې سيمې پنځوس ځل بيماري کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2019 02:30 Asia/Kabul
  • د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو بيا په يمن پراخې حملې وکړې

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيحی السريع بېګا وويل، د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو په تېرو اته څلوېښت ګېنټو کښې د يمن مختلفې سيمې پنځوس ځل بيماري کړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل يحيی السريع زياته کړه، د يمن صعده او حجه صوبې د دغه هېواد له نورو صوبو نه زياتې د سعودي تيريګر ائتلاف د جنګي الوتکو د حملو هدف ګرځېدلې دي.

په دغو حملو کښې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي