دسوریې ادلب د جنګ دختمولو اصلی جبهه ده
-
ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو په نیواک کښې دی .
زمونږ خبریال وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل د ادلب جبهه په هیواد کښې د جنګ ، دبلوا او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ترټولو اساسی جبهه ده .
هغه نن د ادلب ولایت په جنوب کښې د جنګ په یوې (۱) جبهې کښې په شتون سره د ترکیې په ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکې سره د انکارې(Ankara) لخوا د سوریې په خاورې تیری د واکمنۍ خلاف ورزۍ وبلله او زیاته یې کړه ترکیې له دې مخکې د سوریې کارخانې ، غنم او تیل چورتالان کړل او نن سبا غواړی د سوریې خاوره ونیسی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد د هیواد په ختیځ او لویدیځ کښې جنګ د عربی پوځ د قدرت او دتمرکز د تیت پرک کولو لپاره دسیسه وبلله او ویې ویل د سوریې د حکومت له نظره د هیواد ټوله خاوره اهمیت لری او پوځ هم په میدان کښې د پوځی حالت او د لومړیتوبونو پراساس عمل کوی .
بشار اسد د امریکا په پوچو ملاتړونو باندې د سوریې د ځینو خلکو په اړوندوالی د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغه اړوندوالی نتیجه همدا اوس د ترکیې لخوا دسوریې د شمالی د ډیرو سیمو نیواک دی داسې سیمې چې د امریکا له پلان سره سم باید د واشنګټن تر کنټرول لاندې وائ .
دسوریې ولسمشر بشار اسد د خپل هیواد له کردانو د بیا ملاتړ په اعلانولو سره وویل کله چې په هیواد کښې د دښمانانو لخوا له تیری او غلا سره مخ کیږئ باید له مخکې څخه زیات له یوبل سره ملګرتیا کوئ او سره متحد شئ .
دسوریې ولسمشر بشار اسد نن د غه راز په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په خوا کښې په «الهبیط» ښارګی کښې د جنګ د لومړۍ کرښو کتنه وکړه .
ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو په نیواک کښې دی .