د عربستان خارجه او ټرانسپورټ وزیران لیرې کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85432-د_عربستان_خارجه_او_ټرانسپورټ_وزیران_لیرې_کړې_شول
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز بیګا خارجه وزیر عبدالعزیز العساف او د ټرانسپورټ وزیر نبیل العامودی له کارونو لیرې کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2019 01:11 Asia/Kabul
  • ابراهیم العساف تیر کال د عادل الجبیر په ځاې خارجه وزیر ټاکل شوی وو  .
    ابراهیم العساف تیر کال د عادل الجبیر په ځاې خارجه وزیر ټاکل شوی وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز بیګا خارجه وزیر عبدالعزیز العساف او د ټرانسپورټ وزیر نبیل العامودی له کارونو لیرې کړل .

د عربستان باچا د ابراهیم العساف او د نبیل العامودی له څنګ ته کولو وروسته په جلا جلا حکمونو کښې په جرمنی کښې د عربستان پخوانی سفیر فیصل بن فرحان د بهرنیو چارو د وزیر او صالح بن ناصر الجاسر هم د ټرانسپورټ د وزیر په توګه وګمارل .

ابراهیم العساف تیر کال په ترکیې کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې په حکومت دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د موضوع له جنجالی کیدا وروسته د عادل الجبیر په ځاې خارجه وزیر ټاکل شوی وو  خو اوس یې یو(۱) کال پوره شوی  نه دی چې باچا له کاره لیری کړ .

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې څه موده مخکې په یوه(۱) راپور کښې وویل په تیرو کلونو کښې د سعودی عربستان د بدلونونو بهیر د یوې (۱)  واضحې بیلګې پیروۍ کوی او هغه دا چې له هغه وخت راهسې چې محمد بن سلمان ولیعهد شوی دی حکومت هر ډول مخالفت چې د هر چا لخوا وی په سخت ډول ځپی .