د عراق له ورانکارو ډلو سره باید چلند وشی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85510-د_عراق_له_ورانکارو_ډلو_سره_باید_چلند_وشی
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق د ملی حکمت دبهیر مشر «سید عمار حکیم »په ولسی مظاهره چیانو کښې له ورانونکو نفوذ ‌‌ی ډلو او قانون ماتونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، اسرائیل ، امریکا او انګلستان وغیره په عراق کښې د خلکو د مظاهرو په رامینځته کولو کښې لاس لري .
    سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، اسرائیل ، امریکا او انګلستان وغیره په عراق کښې د خلکو د مظاهرو په رامینځته کولو کښې لاس لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د عراق د ملی حکمت دبهیر مشر «سید عمار حکیم »په ولسی مظاهره چیانو کښې له ورانونکو نفوذ ‌‌ی ډلو او قانون ماتونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وکړه .

هغه نن د عراق د خلکو د سوله ایزو مظاهرو په ملاتړ کولو سره د مظاهره  چیانو مینځ ته د نفوذی کسانو د ورننوتلو او په ښاریزو او خصوصی او عمومی ځایونو د حملو او د بلوا د رامینځته کولو په هکله په بیا خبرداری سره  وویل د  عراق امنیتی ادارې او حکومت باید په پریکنده توګه له ورانکارو  قانون ماتونکو ډلو سره چلند وکړی .

عمار حکیم دغه راز د خلکو د غوښتنو پوره کیدا ته د قانون جوړونکو حکومتی او اجرایی ادارو د مجبورولو او د ولس  له جایزو غوښتنو د ملاتړ او د خپل نظر دڅرګندولو لپاره په سوله ایزو مظاهرو کښې د ښاریزو په حق ټینګار وکړ .

سعودی عربستان ، متحده عربی امارات، اسرائیل ، امریکا او انګلستان وغیره په عراق کښې د خلکو د مظاهرو په رامینځته کولو کښې لاس لری .