د عراق خلک باید له لومړی وزیر سره مرسته وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85522-د_عراق_خلک_باید_له_لومړی_وزیر_سره_مرسته_وکړی
ایرنا خبری اژانس» وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک «الحشد الشعبی مرستیال ابو مهدی المهندس پرون د هیواد په ټولو سیاسی ګوندونو غږ وکړ چې د خلکو د جایزو غوښتنو د تحقق لپاره له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی سره مرسته وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 02:06 Asia/Kabul
  • پرون په کربلا ښار کښې یو شمیر فتنه ګرو  د ځینو سیاسي ګوندونو دفترونو او حکومتي ودانیو ته اورونه واچول .
    پرون په کربلا ښار کښې یو شمیر فتنه ګرو د ځینو سیاسي ګوندونو دفترونو او حکومتي ودانیو ته اورونه واچول .

ایرنا خبری اژانس» وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک «الحشد الشعبی مرستیال ابو مهدی المهندس پرون د هیواد په ټولو سیاسی ګوندونو غږ وکړ چې د خلکو د جایزو غوښتنو د تحقق لپاره له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی سره مرسته وکړی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې الحشد الشعبی ولسی ځواک له فتنه اچونکو سره مقابلې ته چمتو دی وویل ولسی بسیج ځواک به په مناسب وخت کښې د وسله والو ځواکونو د قومندان تر امر لاندې  اقدام وکړی .

د الحشد الشعبی ځواک مرستیال ابو المهندس په دې خبرې سره چې اجازه به ورنکړو یوشمیر فتنه اچونکی کسان د عراق دملت بریاوې له مینځه یوسی هیله وکړه د بغداد حکومت وکولای شی د اعتراض کونکو غوښتنې پوره کړی .

د عراق په ځینو سیمو کښې له تیرو څو ورځو راهسې په اداری فساد ، د کارروزګار په نشتون او د عمومی خدماتو په نامناسب حالت باندې اعتراض کښې مظاهرې پیل شوی او ځینو فتنه ګرو د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو، د انګلستان  د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د ګټو په لړ کښې ځینې ودانۍ سوزولی او په حکومتی عسکرو یې ډزې هم کړی دی .

دغه راز پرون په کربلا ښار کښې یو شمیر فتنه ګرو  د ځینو سیاسی ګوندونو دفترونو او حکومتی ودانیو ته اورونه واچول .