د لبنان وزيراعظم استعفاء ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85560-د_لبنان_وزيراعظم_استعفاء_ورکړه
د لبنان وزيراعظم سعدالحريري له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2019 03:59 Asia/Kabul
  • د لبنان وزيراعظم استعفاء ورکړه

د لبنان وزيراعظم سعدالحريري له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.

د لبنان وزيراعظم سعد الحريري پرون د دغه هېواد د خلقود احتجاجونو په ديارلسمه ورځ په يو اخباري کانفرنس کښې د خپلې او د لبنان د حکومت استعفاء اعلان کړه.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې له دې مخکښې سعدالحريري په لبنان کښې د مظاهرو د شروع کېدو له وخت نه پس د دويم ځل لپاره احتجاج کونکو ته وېنا وکړه.

الحريري وويل، تل له خطراتو څخه د هېواد ملاتړ لپاره هلي ځلې شوې دي خو نن لاره بندون ته رسېدلې ده او خپله استعفاء د لبنان ولسمشر مېشل عون ته وړاندې کوي.

سعدالحريري د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کښې د لبنان د وزيراعظم په توګه معرفي شو. الحريري د ۲۰۱۷ کال په نومبر کښې په داسې حال کښې چې په سعودي يرغمل کړے شوے ؤ د لبنان له وزيراعظمۍ څخه خپله استعفاء اعلان کړ، خو له سعودي څخه د وتلو وروسته يې خپله استعفاء بېرته واخېسته.