په سورئې کې د امریکا پوځی شتون غیرقانونی دی
د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی،په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون ددمشق له اجازت پرته دی او دسورئې د سرچینو د نغراک او لوټلو په موخې سره نیواکګری حسابیږی .
تاس خبری آژانس راپورورکړی ، دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په جینیوا کې د سورئې د اساسی قانون دکمیټې له غونډې سره په یو وخت د آستانې دخبرواترو د ضامن هیوادونو په توګه د روسیې ، ایران او ترکیې د خارجه وزیرانو له غونډې وروسته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په سورئې کې د امریکا او ددغه هیواد دتر فرمان لاندې د ائیتلاف دنورو غړو شتون غیر قانونی دی او دهغوی اقدامات له نړیوالوقوانینو سره په تضاد کې دی .
لاؤروف زیاته کړې ،د داعش ترهه ګر ډلې په وړاندې د سورئې دتیلی څاګانو ساتنه ،په سورئې کې د امریکا ددیره کیدا لپاره یو نه منونکی توجیه ده .
سرګئ لاوروف په عین حال کې ټینګار کړی ، په سورئې کې د ایران اوروسیې پوځی شتون د دمشق په رسمی اجازت اوبلنې سره دی .
د روسیې خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ،د سورئې او ترکیې د پولې او د سورئې د ادلب په باب د سوچی موافقې ، د سورئې ولسمشر بشار اسد او د دغه یهواد د شمال کردانو هم تائید کړی دی .
د سورئې پوځ داسلامی ایران په پوځی سلاکارۍ او د روسیې په پوځی ملاتړ سره توانیدلی ، په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دوسته وتړی . د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی ، په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون د دمشق له اجازت پرته دی او دسورئې د سرچینو د نغراک او لوټلو په موخې سره نیواکګری حسابیږی .