په سورئې کې د امریکا پوځی شتون غیرقانونی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85570-په_سورئې_کې_د_امریکا_پوځی_شتون_غیرقانونی_دی
د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی،په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون ددمشق له اجازت پرته دی او دسورئې د سرچینو د نغراک او لوټلو په موخې سره نیواکګری حسابیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 30, 2019 11:16 Asia/Kabul
  • په سورئې کې د امریکا پوځی شتون غیرقانونی دی

د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی،په دغه هیواد کې د امریکا پوځی شتون ددمشق له اجازت پرته دی او دسورئې د سرچینو د نغراک او لوټلو په موخې سره نیواکګری حسابیږی .

 تاس خبری آژانس راپورورکړی ، دروسیې  خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف په جینیوا کې د سورئې د  اساسی قانون دکمیټې  له غونډې سره په یو وخت د  آستانې دخبرواترو د ضامن هیوادونو په توګه د  روسیې ، ایران او ترکیې د خارجه وزیرانو له غونډې وروسته  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په سورئې کې د امریکا او ددغه  هیواد دتر فرمان لاندې د ائیتلاف  دنورو غړو شتون  غیر قانونی دی او  دهغوی اقدامات  له نړیوالوقوانینو سره په تضاد کې دی .

 لاؤروف زیاته کړې ،د داعش ترهه ګر ډلې په وړاندې د سورئې دتیلی څاګانو ساتنه ،په سورئې کې د امریکا ددیره کیدا لپاره یو نه منونکی توجیه ده .

 سرګئ لاوروف  په عین حال کې ټینګار کړی ، په سورئې کې د ایران اوروسیې پوځی شتون  د دمشق  په رسمی اجازت اوبلنې سره  دی .

 د روسیې خارجه وزیر  همداراز وئیلی دی ،د  سورئې او ترکیې د پولې او د سورئې د ادلب په باب د سوچی موافقې ، د سورئې ولسمشر  بشار اسد او د دغه یهواد د شمال کردانو  هم  تائید کړی دی .

 د سورئې پوځ  داسلامی ایران په پوځی سلاکارۍ  او د روسیې په پوځی ملاتړ سره  توانیدلی ، په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  دوسته وتړی .  د سورئې چارواکو تل ټینګار کړی دی ،  په دغه  هیواد کې د امریکا پوځی شتون  د دمشق له اجازت پرته دی  او  دسورئې د سرچینو د  نغراک او لوټلو  په موخې سره  نیواکګری حسابیږی .