د عربستان عسکرو په قطیف سیمې یرغل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85588-د_عربستان_عسکرو_په_قطیف_سیمې_یرغل_کړی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سعودی عربستان امنیتی ځواکونو په القطیف سیمه کښې په العوامیه شیعه میشته ښار برید وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • د عربستان عسکرو په قطیف سیمې یرغل کړی

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سعودی عربستان امنیتی ځواکونو په القطیف سیمه کښې په العوامیه شیعه میشته ښار برید وکړ .

د سعودی عربستان امنیتی ځواکونو په پوځی ګاډو او تجهیزاتو سره پرون د القطیف سیمې په «جیره تاروت» سیمه کښې د شهید زاهر البصری په کور حمله وکړه .

د سعودی عربستان پوځیانو د تیر میلادی کال د جولاۍ په دوهمه (۲) نیټه هم د شهید زاهر البصری په کور چې د ۲۰۱۷ میلادی کال  په اوړی کښې اعدام او پانسی شوی وو حمله کړی وه .

 دسعودی عربستان په القطیف سیمه کښې العوامیه ښار چې اکثره ښاریز یې شیعه مسلمانان دی تل د ال سعود رژیم له ظلمونو او توپیر سره مخ دی او په دغه ښار د حکومتی عسکرو په حملو کښې تراوسه په لسګونو زره کسان وژل شوی او په سلګونو ښاریز ،مدنی او سیاسی فعالان  نیول شوی هم دی چې برخلیک یې نه دی معلوم .