د بغداد په مظاهرو کښې د امریکې بیرغ وسوزول شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85620-د_بغداد_په_مظاهرو_کښې_د_امریکې_بیرغ_وسوزول_شو
عراقي مظاهره چیانو بیګا د بغداد په التحریر چوک کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم بیرغونه وسوزول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2019 12:48 Asia/Kabul
  • د بغداد په مظاهرو کښې د امریکې بیرغ وسوزول شو

عراقي مظاهره چیانو بیګا د بغداد په التحریر چوک کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم بیرغونه وسوزول.

د عراق معترضو مظاهره چیانو د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د لاسوهنو خلاف شعارونه ورکړل.

هغوي وویل چې امریکا او صهیونیسټي رژیم د دوي د معیشتي اعتراضونو د بې لارې کولو هڅه کوي.

د ویلو ده چې په عراق کښې په اقتصادي او معیشتي حالاتو، مالي فساد او بې روزګارۍ باندې د خلکو د مظاهرو نوی پړاؤ د اکتوبر د میاشتې له پنځمې نیټې پیل شول. بعثیانو، د داعش پاتې کسانو او ځینو بې لارو بهیرونو چې د بهرنیو لوبغاړو په تیره بیا د امریکې، صهیونیسټي رژيم او سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې دي، په عراق کښې د خلکو دغه مظاهرې د تشدد په لور ټیل وهلې.