د لبنان دداخلی حالاتو په باب د سیدحسن نصر ا... تحلیل
د سید حسن نصر ا... د وړمې ورځې په وینا کې انتقادی اړخ لا روښانه ؤ . د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی لومړنۍ نیوکه د مظاهره چیانو داعتراض په رودې وه . هغه دخلکو له غوښتنو په بیا ملاتړ سره ، د بلوه ګرو چلندونو او د لارو او کوڅو دبندولو په اقداماتو نیوکې کړی دی ، ځکه چې د خلکو پر ژوند ئې اغیزې شیندلی دی .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی دلبنان د داخلی بدلونونو په باب خپلې لیدتوګې نندار ې ته وړاندې کړې .
لبنان د اکتوبر له اولسمې نیټې راهسې د ولسی مظاهرو ډګر دی . خلک د مظاهرو په جوړولو سره له فساد سره دمبارې او د اقتصادی وضعیّت پر ښه کیدا ټینګار کوی .خو د لبنان د ولس مظاهرې،ددغه هیواد دلومړی وزیر سعد حریری د استعفی ورکولو لامل شوی دی .سید حسن نصر ا.... په لبنان کې د اعتراضونو له پیلیدو وروسته دوه ویناوې کړی دی او پرونۍ وینا ئې، د سعدحریری له استعفی وروسته لومړنۍ او د اعتراضونو او مظاهرو له پیلیدو وروسته دریمه وینا وه .
د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی پخپلې ویناکې د اعتراضونو په وړاندې د حزب ا...سټراټژی مشخصه کړې ده .په دغې ستراتژۍ کې له ولسی اعتراضونو او دهغوی له غوښتنو ملاتړ، د اعتراض کونکو له خوا او همدارا زد امنیتی ځواک له پلوه له هرډول تاؤتریخوالی سره مخالفت، له حکومته ملاتړ او د ولس په مقابل کې د حکومت دمسئولیت منلو په ضرورت ټینګار شامل دی .
د سید حسن نصر ا... د وړمې ورځې په وینا کې انتقادی اړخ لا روښانه ؤ . د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی لومړنۍ نیوکه د مظاهره چیانو داعتراض په رودې وه . هغه دخلکو له غوښتنو په بیا ملاتړ سره ، د بلوه ګرو چلندونو او د لارو او کوڅو دبندولو په اقداماتو نیوکې کړی دی ، ځکه چې د خلکو پر ژوند ئې اغیزې شیندلی دی .
دوهمه نیوکه ، د ولسی اعتراضونو په وړاندې دسعد حریری پر کړچار وه . سید حسن نصر ا... چې له دې مخکې ئې د سعد حریری له استعفی سره مخالفت کړی ، او حتی اوسنی مشکلات ئې له درو لسیزو سره اړونده بللی وو ، دلبنان د لومړی وزیر سعد حریری په استعفی په نیوکو سره ئې ، دا ، د هغه د مسئولیّت نه منلو له امله بللې، چې په اوسنیو شرائطو کې نه یوازې د خلکو مشکلات نه کموی ،بلکې د لبنان د ولس د مشکلاتو دزیاتیدا لامل کیږی .
د سید حسن نصر ا... د وړمې ورځې په وینا کې بله غوره اړخ ، د لبنان د وروستیو بدلونونو پر بهرنی اړخ ټینګار ؤ . له یوه پلوه ، هغه د لبنان د اقتصادی مشکلاتو په زیاتولو کې د امریکا پر رول او له بل پلوه ئې په وروستیو اعتراضونو کې د بهرنیو لوبغاړوپر ورانکار رول ټینګار ؤ . امریکا او صهیونیسټ رژیم سره یو ځای دعربستان او متحده عربی اماراتو پشمول عربی چورلیز هڅه کړې ،په ډیرو زیاتو رسندوئی پروپیګنډو سره له یوه پلوه د حزب ا... سیاستونه د لبنان د اقتصادی مشکلاتو د رابرسیره کیدا او له بل پلوه د اعتراض کونکو په ضد دتاؤتریخوالی عامل د حزب ا... عوامل معرفی کړی .
دغه کړچار ته په پام سره ، سید حسن نصر ا... پخپلې وروستۍ وینا کې ټیڼګار کړی ،د لبنان ا وسنی مشکلات په تیرو درو لسیزو کې ډیر زیات مشکلاتو انبار دی .د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی پخپلې دغې وینا کې ټیڼګار کړی ،چې تردې دمه په لبنان کې د حزب ا...د حکومت په نامې سره هیڅ حکومت نه دی جوړ شویاو هغه کسان چې له دغه ډول عبارتون استفاده کوی،غواړی،درستې ناکامۍ د حزب ا... په نامې باندې وروتپی .
د سید حسن نصر ا....په وروستۍ وینا کې بل اړخ د حزب ا....ولسی غورځنګ پر پوځی قدرت او له دغه قدرته د استفادې پر د وام ټینګار ؤ .په روستیو اعتراضونو او مظاهرو کې د بهرنیو لوبغاړو یوه موخه ، ددغو اعتراضونو د حزب ا... ولسی غورځنګ په ضد ولسی کرکه بریښول او ددغه ولسی غورځنګ لپاره د اندیښنې رامینځةکول وو ، سید حسن نصر ا.... له دغې سپیرې موخې او نیّت باندې په خبریدا سره پخپلې وروستۍ وینا کې دلبنان په جنوب کې د اسرائیلو د ډرون الوتکې نسکوریدا ته پخپلې وروستۍ وینا کې اشاره کړې او ټینګار ئې کړی دی ، حزب ا....هیڅکله هم په حالاتو اندثیښمن نه دی د صهیونیسټانو د بې پیلوټه الوتکې نسکوریدا وښودله چې مقاومت نور له هیچا نه ویریږی .