امریکاعربستان او اسرائیل دعراق د وروستیو ناکراریواصلی عاملان دی
د ترکیې د سیاسی چارو دغه کارپوه روښانه کړې ده ، دعراق ولس په دغه هیواد کې د امریکا د حملو په اغیزو چې هماغه راز دوام لری ، سخت اعتراضونه کوی ، خو د غه اعتراضونه د بلوا غواړو او لمسونکو ډلو په واریدیدو سره په واټیزو بلواؤ بدل شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی،د ترکیې د ګریزن پوهنتون دعلمی پلاوی عباس کارا آغچلی دعراق د ناکراریو او دغه راز په کربلا کې د ایران په کنسولګرۍ دحملې په باب په وئیلی دی ، امریکاصهیونیسټان او آل سعود رژیم په عراق کې د مذاهبی او توکمیزو تاؤتریخوالو او نښتو د اوور دلمبو په زیاتولو پسې دی او په دې باب له هریوه فرصته ناسمه استفاده کوی .
هغه زیاته کړې ،واشنګټن، تل ابیب اوریاض چې د عراق په واټیزو بلواؤ کې مهم رول لری ، د ایران دسیمه ایز نفوذ ته د ګوزار ورکولولپاره لاس پښې خوځوی .
د ترکیې د سیاسی چارو دغه کارپوه روښانه کړې ده ، دعراق ولس په دغه هیواد کې د امریکا د حملو په اغیزو چې هماغه راز دوام لری ، سخت اعتراضونه کوی ، خو د غه اعتراضونه د بلوا غواړو او لمسونکو ډلو په واریدیدو سره په واټیزو بلواؤ بدل شوی دی .
عباس کارآغاچلی وئیلی دی ، عراق پرله پسې کلونه کیږی ، چې په دغه هیواد دامریکا د حملو منفی اغیزې زغمی او ورسره لاس اوګریوان دی او ددغو اغیزو له امله په دغه هیواد کې فساد او بې وځلې ډیره رابرسیره شوی ده .