د عراق ولسمشر د امریکا له لاسوهونکی بیانیې سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85849-د_عراق_ولسمشر_د_امریکا_له_لاسوهونکی_بیانیې_سره_مخالفت_وکړ
د عراق خلک د ملی ګټو، د مرجعیت ارادې ته د درناوی ، د اساسی قانون ، ملی فیصلو او خپلواکه چوکاټونو کی د خپلو لومړیتوبونو په اساس فیصله کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2019 12:38 Asia/Kabul
  • د عراق ولسمشر د امریکا له لاسوهونکی بیانیې سره مخالفت وکړ

د عراق خلک د ملی ګټو، د مرجعیت ارادې ته د درناوی ، د اساسی قانون ، ملی فیصلو او خپلواکه چوکاټونو کی د خپلو لومړیتوبونو په اساس فیصله کوی .

د ایرنا له راپور سره سم د عراق ولسمشر برهم صالح نن په یوه بیانیه کی وویل په عراق کی د تمې وړ اصلاحات یوازې یوه عراقۍ فیصله ده او د دغه هیواد د خلکو د ملی ارادې په ځواب کی اجرا کیږی . ښاغلی برهم صالح د خپل هیواد په داخلی چارو کی له هر ډول بهرنۍ لاس وهنې سره مخالفت وکړ او جوته یې کړه د عراق خلک د ملی ګټو، د مرجعیت ارادې ته د درناوی ، د اساسی قانون ، ملی فیصلو او خپلواکه چوکاټونو کی د خپلو لومړیتوبونو په اساس فیصله کوی .

سپینې ماڼۍ د اتبار په شپه د یوې بیانیې په خپرولو سره د عراق له حکومته وغوښتل چی په دغه هیواد کی وارمخکې انتخابات ترسره کړی .