ترکیه د امریکا دړکو ته هیڅه پروا نه لری
د روسیې او ترکیې د ۲۰۱۷کال دموافقې په اساس ټاکل شوې ده ترکیه له روسیې د پنځه اعشاریه دوه میلیارډډالرو په ارزښت څلور توغندوی ضددفاعی سسټمونه اخلی . چې واشنګټن په کرتو د ترکیې چارواکی په بندیزونو او د پیټریاټ توغندیو په نه ورکولو ګواښلې خو د ترکیې ولسمشر د امریکا ددړکو په وړندې د نه تسلیمیدا هوډ کړی دی .
ترکیه به د امریکاله دړکو سره سره له روسیې دتوغندوی ضددفاعی سسټم له اخستو لاس په سر نشی .
ایتارتاس خبری آژانس نن راپورورکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ایس څلور سوه ډوله توغندوی ضددفاعی سسټم څخه د سترګو پټولو لپاره د امریکا د وړاندیز په مخالفت سره په ډ اګه کړې،انقره،د امریکا د پیټریاټو په خاطر ددغه توغندوی دفاعی سسټم له اخستو ډډه نه کوی .د ترکیې ولسمشر د روسیې ایس څلور سوه ډوله توغندوی دفاعی سسټم د ترکیې لپاره ډیره مهم بللی او وئیلی ئې دی،ترکیه دخپل دفاعی سسټم په پراخولو پسې ده .
له دې مخکې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوو ش اوغلو هم وئیلی وو ،ددغه توغندوی ضددفاعی سسټم اخستو څخه موخه د هوائی حملو په مقابل کې د ترکیې ددفاعی توان پیاوړتیا ده .