ترکیه د امریکا دړکو ته هیڅه پروا نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85911-ترکیه_د_امریکا_دړکو_ته_هیڅه_پروا_نه_لری
د روسیې او ترکیې د ۲۰۱۷کال دموافقې په اساس ټاکل شوې ده ترکیه له روسیې د پنځه اعشاریه دوه میلیارډډالرو په ارزښت څلور توغندوی ضددفاعی سسټمونه اخلی . چې واشنګټن په کرتو د ترکیې چارواکی په بندیزونو او د پیټریاټ توغندیو په نه ورکولو ګواښلې خو د ترکیې ولسمشر د امریکا ددړکو په وړندې د نه تسلیمیدا هوډ کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 15, 2019 13:08 Asia/Kabul
  • ترکیه  د امریکا دړکو ته هیڅه پروا نه لری

د روسیې او ترکیې د ۲۰۱۷کال دموافقې په اساس ټاکل شوې ده ترکیه له روسیې د پنځه اعشاریه دوه میلیارډډالرو په ارزښت څلور توغندوی ضددفاعی سسټمونه اخلی . چې واشنګټن په کرتو د ترکیې چارواکی په بندیزونو او د پیټریاټ توغندیو په نه ورکولو ګواښلې خو د ترکیې ولسمشر د امریکا ددړکو په وړندې د نه تسلیمیدا هوډ کړی دی .

ترکیه به د امریکاله دړکو سره سره  له روسیې دتوغندوی ضددفاعی سسټم له  اخستو لاس په سر نشی .

 ایتارتاس خبری آژانس نن راپورورکړ  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې   د  ایس څلور سوه  ډوله توغندوی ضددفاعی سسټم  څخه د سترګو پټولو لپاره د امریکا د وړاندیز  په مخالفت سره  په ډ اګه کړې،انقره،د امریکا د پیټریاټو په خاطر ددغه توغندوی دفاعی سسټم له اخستو  ډډه نه  کوی .د ترکیې ولسمشر د روسیې ایس څلور سوه ډوله توغندوی دفاعی سسټم د ترکیې لپاره  ډیره مهم بللی او وئیلی ئې دی،ترکیه دخپل دفاعی سسټم په پراخولو پسې ده .

له دې مخکې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوو ش اوغلو هم وئیلی وو ،ددغه توغندوی ضددفاعی سسټم  اخستو څخه موخه د هوائی حملو  په مقابل کې د ترکیې  ددفاعی توان پیاوړتیا  ده .