د يمن د مستعفي حکومت وزير په سعودي بيا نيوکه وکړه
د يمن د مستعفي حکومت وزير په سعودي بيا نيوکه وکړه
Nov 21, 2019 11:26 Asia/Kabul
د عبد ربه منصور هادي مستعفي حکومت د کورنيو چارو وزير د يمن په المهره صوبه کښې د سعودي په منفي او تخريبي سياستونو نيوکه وکړه.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې احمد الميسري په المهره کښې د سعودي د سفير محمد آل جابر په لاسوهنود ناراضګۍ په څرګندولو سره وويل،په دغه صوبه کښې د سعودي د ائتلاف شتون پکار دي مشکلات جوړونکے نه وي.
الميسري له مخکښې هم د سعودي ائتلاف په اقداماتو نيوکه کړې او ويلي يې وو: د رياض موافقه نه قبلوي او داسې يو حکومت نه غواړي چې آل جابر ورباندې واکمني کوي. الميسري له خپلو نيوکو وروسته تر اوسه دوه ځل له قاتلانه حملو سره مخامخ شوے دے خو دواړه ځل په دغو حملوکښې روغ پاتے شوے دے.
ټیګونه