عربستان د ایران پرضد چټی تورونو او ادعاګانو ته دوام ورکړی :-
امریکا او سعودی عربستان هڅه کوی د تیلو په شرکت ارامکو(Aramco) حملې کښې هماغه راز د تور ګوته ایران ته ورسیخه کړی .
د عربستان د خارجه وزارت سلاکار وزیر عادل الجبیر د دغه سناریو په دوام کښې یوځل بیا ادعا وکړه چې ایران د تیلو په ارامکو شرکت د حملې عامل دی .
هغه په تیرې شنبې ورځ د منامې د خبرو اترو په غونډې کښې د دغه ادعا په تکرارولو سره هغه بې پایلوټه الوتکې چې د ارامکو شرکت په تاسیساتو یې بریدونه وکړل د ایران جوړې وې وویل سعودی عربستان له ایران سره د خبرو اترو مخالف نه دی خو د ایران ځواب باید په دې ډول وی چې د دا ډول حملو خنډ شی .
الجبیر وویل د ایران د راضی ساتلو سیاست ځواب نه ورکوی هماغه ډول چې له هیټلر سره په تعامل کښې یې ځواب ورنکړ .
د سعودی عربستان په خارجه وزارت کښې سلاکار وزیر عادل الجبیر دغه راز د فارس خلیج په عربو هیوادونو کښې د امریکا د عسکرو شتون ته په اشارې سره ټینګار وکړ په فارس خلیج سیمه کښې به د امریکا پوځی شتون به نه یوازې کم نشی بلکې زیات به هم شی .
عادل الجبیر چې د امریکا په ملاتړ سره یې دسعودی عربستان په جنایتونو د برغولی د کیښودلو لپاره تراوسه زیاتې خبرې کړی دی دا ځل هم هڅه وکړه په هیټلر باندې تکیې او چټی ورته والیو ته په اشارې سره په یمن کښې خپل جنایتونه توجیه کاندی .
په یمن کښې د سعودی عربستان او دهغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰) کسان وژلی ، په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو نور کډوال کړی هم دی .
د سعودی عربستان دغو جنایتونو په ځواب کښې د یمن پوځ د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه وویل په غچ اخیستونکی اقدام کښې یې په لسو (۱۰) بې پایلوټه الوتکو سره د سعودی عربستان په ختیځ کښې د تیلو په تاسیساتو باندې بریدونه کړی دی .
د یمن پوځ د سعودی عربستان په شرقیه سیمه کښې د تیلو د ارامکو شرکت په «بقیق» او «خریص »چاڼ ځایونو بریدونه کړی وو .
د سعودی عربستان چارواکو وویل د دغو بریدونو له کبله د بقیق او خریص په چاڼ ځایونو کښې د تیلو تولید کابو پینځه (۵) میلیونه بیرله (barrels) کم شو .
اکسپریس خبری سایټ په یوه (۱) راپور کښې د تیلو د ارامکو شرکت د لومړنیو ونډو د وړاندې کولو پیلیدا ته په اشارې سره ولیکل د تیلو د ارامکو شرکت په تاسیساتو د یمن د پوځ بریدونه د دغه هیواد دتیلو د شرکت د پینځه سوه (۵۰۰) میلیارډه سټرلینګ پونډه عاید د کمیدا سبب شوی دی .
د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د یو اعشاریه یو(1.1 ) ټریلیونه سټرلینګ پونډو(pound sterling) په ارزښت ددغه هیواد د ترټولو سترو شتمنیو یعنی د تیلو د شرکت ارامکو د ونډو د خرڅولو هڅه کوی .
دغه شمیر اوس د هغه اندازې یا تخمین په پرتله چې د روان میلادی کال په لومړیو کښې مطرح شو زیاته ځوړتیا ښیی .
له دې مخکې د عربستان د تیلو د شرکت ارامکو ارزښت یو اعشایه پینځه (1.5) ټریلیونه سټرلینګ اټکل شوی وو .
د سعودی عربستان سلاکار وزیر عادل الجبیر داسې فکر کاوه له امریکا د وسلو په اخیستلو او پوځی قدرت سره د یمن پوځ او مقاومت ته په څو ورځو کښې ماتی ورکولی شی خو د جنګ په حقیقی ډګر کښې ثابته شوه چې د دوې ګرانبیه او پرمختللی دفاعی سیسټمونه حتی د یمن د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو د مخه دنیولو توان نلری او د دغه شرمیدا د جبرانولو لپاره عربستان په نورو هیوادونو تورونه لګوی .
د امریکا هیل(Hill) مجلې د یمن د بدلونو په هکله ولیکل سعودی عربستان په یمن کښې بندون ته رسیدلی دی او دیمن حقیقی کیسه دا ده چې سعودی عربستان له پوځی پلوه په دغه هیواد کښې له سرخوږۍ سره مخ دی .
البته د دغه حقیقت منل چې د یمن له پوځ او مقاومت څخه ګوزار خوړل د امریکا او د ال سعود لپاره شرم دی اسان کار نه دی .
د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د ا- سه – ان (ASEAN)اتحادیې د جوړیدا د دوه پنځوسمې(۵۲) د کلیزې په څنګ کښې د خبریالانو په ټول کښې د تیلو په ارامکو شرکت حملې کښې د تهران د لاس لرلو په هکله د سعودی عربستان تورونو ته په اشارې سره وویل مونږ په صراحت سره وایو امریکا د دې پرځاې چې په نورو هیوادونو د خپلو ګرمو مسولیت وراچوی واقعیتونو ته د کتنې هڅه وکړی .
جواد ظریف وویل زه داسې احساس کوم چې د امریکا حکومت غواړی زمونږ د سیمې واقعیتونه هیر کړی او اوس څلورنیم کاله کیږی چې د یمن خلک د بشر پرضد له ترټولو سختو جنایتونو سره مخ دی او ټولو نړیوالو موسسو دغه جنایتونه تائید کړی دی او په یمن کښې له تیرو څو کلونو راهسې د سعودی عربستان په بمباریو کښې ماشومان او نوزیږی ماشومان وژل شوی دی .
د یمن خلک د ځان دفاع کوی .
همدا اوس سعودی عربستان د یمن له جبۍ څخه د وتلو لپاره د یوې (۱) حل لارې د لټولو هڅه کوی خو له دغه جبۍ د وتلو یوازنۍ لاره د یمن پرضد جنګ پاې ته رسول دی .