د عراق وزیراعظم استعفا ورکوي
د عراق وزیراعظم وویل چې ډیر زر به خپله استعفا د دغه هیواد پارلیمان ته وړاندې کړي.
د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي پرون په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې د موجودو حالاتو او د هغو په کنټرولولو کښې د څرګندې ناتوانۍ او هم داشان د دوامدارو شخړو د مخینوي په لړ کښې له پارلیمانه غواړي چې د حکومت د جوړولو په لړ کښې پریکړه وکړي.
عادل عبدالمهدي د عراق د لوړ مرجع آیت الله علي سیستاني د جمعې د لمانځه خطبې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د مرجعیت غوښتنې او د هغې په عملي کیدو کښې بیړې ته په پام سره به ډیر زر په یو رسمي لیک کښې د اوسني حکومت له مشرۍ خپله استعفا پارلیمان ته وړاندې کړم.
یاده دې وي چې آیت ا... علي سیستاني پرون په یوه خبرپاڼه کښې خبرداری ورکړ چې د خلکو حقو غوښتنو ته هر ډول بې پامي به په عراق کښې د ټولو لپاره دروند تاوان ولري.
هغوي د عراق له پارلیمانه وغوښتل چې د داسې روغو او پاکو انتخاباتو لپاره حالات برابر کړي چې له لارې یې د عراق د ولس اراده انعکاس ومومي.