اجازه نه ورکوو داعش د عراق امنیت خراب کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86324-اجازه_نه_ورکوو_داعش_د_عراق_امنیت_خراب_کړی
زمونږ خبریال وایی د عراق الحشد الشعبی ځواک په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ ددغه ځواک غړی خپل مسولیت ته په جدی ژمنې سره هیڅکله د عراق د امنیت او دثبات د ګواښلو لپاره داعش ډلې ته د بیرته ستنیدا اجازه نه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2019 11:57 Asia/Kabul
  • اجازه  نه ورکوو داعش د عراق امنیت خراب کړی

زمونږ خبریال وایی د عراق الحشد الشعبی ځواک په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ ددغه ځواک غړی خپل مسولیت ته په جدی ژمنې سره هیڅکله د عراق د امنیت او دثبات د ګواښلو لپاره داعش ډلې ته د بیرته ستنیدا اجازه نه ورکوی .

د عراق د الحشد الشعبی ځواک نائب رئیس ابومهدی المهندس د هیواد په ټولو ولایتونو کښې له داعش سره په مقابلې کښې ددغه ځواک په چمتووالی ټینګار وکړ او ویې ویل د مجاهدینو په لومړۍ کرښې کښې د الحشد الشعبی د قومندانو ګډون،  مسولیت ، هیواد او خپلو خلکو ته د هغوې د ژمنې او د احساس ګواه دی .

د الحشد الشعبی ځواک نائب رئیس د عراق په ټولو ولایتونو کښې له داعش سره د مقابلې لپاره ددغه ځواک په چمتووالی ټینګار سره چې د ترهګرو د پاتې شونو پرضد د بریالیتوب د ارادې عملیات پکښې شامل دی وویل داعش باید نور د عراق د امنیت لپاره ګواښ ونه ووسی .

الحشد الشعبی ځواک ویلی دی د دغه ځواک غړو پرون د موصل ښار په جنوب کښې په الحضر سیمې د داعش ډلې نوی حمله په شا وتمبوله .

حشد الشعبی ټینګار وکړ د ترهګرو هدف د صلاح  الدی ولایت په شمال لویدیځ او د نینوا ولایت د جنوب په ښارګیو او کلیو کښې د ناکراریو رامینځته کول او د اصلی لارو غوڅول وو .