امریکایان له سورئې د داعشیانو کورنۍ عراق ته منتقلوی
دسورئې د بشری حقوقو د دفاعی ادارې مرکز هم تیره اونۍد امریکا تر ملاتړ لاندې د سورئې د نظام دمخالفو وسلوالو ډلو له خوا د داعشیانو د یو سل لسو کورنیو دخوشی کیدا خبر ورکړی ؤ .
فارس خبری اژانس راپورورکړ،د امریکا ترهه ګرپوځیانو د سورئې په شمال ختیځ کې له الحسکه ولایته دد اعشی تکفیریانو په سلګونو کورنۍ عراق ته منتقلې کړی دی .
راپورښئ د سورئې سانا رسمی خبری آژانس راپور ورکړی،امریکائی پوځیانو له الهول کیمپه چې د داعشیانو د کورنیو د ساتنې مرکز دی،د داعشیانو د کورنیو څه دپاسه شپږ سوه ښځې ماشومان او نور غړی عراق ته منتقل کړی دی ..
ددغه راپور په اساس د الحسکه ولایت زیاتره سیمې دسورئې د ډیموکراټیک ځواک په نامه دکردانو وسلوالو ډلو تر سلطې لاندې دی چې امریکا د خپلو سیاسی او اقتصادی ګټو لپاره ورځینی بشپړ ملاتړ کوی .
دسورئې د بشری حقوقو د دفاعی ادارې مرکز هم تیره اونۍ د امریکا تر ملاتړ لاندې د سورئې د نظام دمخالفو وسلوالو ډلو له خوا د داعشیانو د یو سل لسو کورنیو دخوشی کیدا خبر ورکړی ؤ .
د ترکیې پوځ د اکتوبر له نهمې نیټې څخه له ترهه ګرۍ سره دمقابلې اود کرد وسلوالو له شتونه چې ترکیه ئې ترهه ګر ګڼی،د سورئې او ترکیې د پولې د پاکونې په پلمې سره د سورئې په شمال حمله کړې ده .
خبری سرچینو په همداوروستیو کې وئیلی دی ، امریکائی ترهه ګر پوځیان په الهول کیمپ کې د وهابیّت د فرقې په اساس د تکفیری ترهه ګرو د نوی نسل پر روزنو بوخت دی