د امریکا له هرډول بندیزونو سره کلکه مقابله کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86500-د_امریکا_له_هرډول_بندیزونو_سره_کلکه_مقابله_کوو
چاوش اوغلو امریکا ته د ترکیې دانجرلیک او کوره جیک هوائی ډګرونو د تړلو په باب هم خبرداری ورکړ او په ډ اګه ئې کړې،امریکا باید درک کړی ، د انقرې په ضد دباؤ به کومه نتیجه ورنکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2019 02:15 Asia/Kabul
  • د امریکا له هرډول بندیزونو سره کلکه مقابله کوو

چاوش اوغلو امریکا ته د ترکیې دانجرلیک او کوره جیک هوائی ډګرونو د تړلو په باب هم خبرداری ورکړ او په ډ اګه ئې کړې،امریکا باید درک کړی ، د انقرې په ضد دباؤ به کومه نتیجه ورنکړی .

 روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ  د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو  پرون  وئیلی دی ،  له روسیې  د توغندوی ضددفاعی سسټم  داخستو په دلیل  په ترکیې د  امریکا  د هرډول بندیز  مقابله کوی .

 چاووش اوغلو  دې ته په اشارې سره چې د واشنګټن هر ډول بندیز  د ترکیې او امریکا ترمینځ  اړیکو ته تاوان رسوی ،  د سورئې په شمال کې  د وائی پی جی په نامې سره د  کرد وسلوالو ډلو څخه  ئې د سپینې مانۍ  ملاتړ  له ترهه ګرۍ مالی ملاتړ بللی دی .

 دترکیې خارجه وزیر همداراز  د ټی ایف ایکس ډوله جنګی الوتکو  د ګډې پروژې په باب  له انګلستان سره  دخبرواترو خبر ورکړی  او وئیلی ئې دی ،  انقره   د لندن په ملګرتیا سره  دجنګی الوتکو دتولید لپاره  خپل پروګرام چټک کوی  او  له امریکا د ایف ۳۵ډوله جنګی الوتکو په ځای  په نورو پروګرامونو پسې  ده .

 چاوش اوغلو  په دوام کې امریکا ته   د ترکیې  دانجرلیک او کوره جیک  هوائی ډګرونو د تړلو په باب هم خبرداری ورکړ او په ډ اګه ئې کړه ، امریکا  باید درک کړی ، دانقرې په ضد دباؤ به کومه نتیجه ورنکړی .

 د ترکیې د خارجه وزیر ګواښ  له دې سره په یووخت ؤ چې بیګا د امریکا کانګس  هغه مسوده تصویب کړې چې د ایس ۴۰۰ ډوله  توغندوی دفاعی سسټة  د اخستو په خاطر  د ترکیې په ضد دبندیزونو غوښتنه پکې شوې  وه .