د امریکا له هرډول بندیزونو سره کلکه مقابله کوو
چاوش اوغلو امریکا ته د ترکیې دانجرلیک او کوره جیک هوائی ډګرونو د تړلو په باب هم خبرداری ورکړ او په ډ اګه ئې کړې،امریکا باید درک کړی ، د انقرې په ضد دباؤ به کومه نتیجه ورنکړی .
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو پرون وئیلی دی ، له روسیې د توغندوی ضددفاعی سسټم داخستو په دلیل په ترکیې د امریکا د هرډول بندیز مقابله کوی .
چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره چې د واشنګټن هر ډول بندیز د ترکیې او امریکا ترمینځ اړیکو ته تاوان رسوی ، د سورئې په شمال کې د وائی پی جی په نامې سره د کرد وسلوالو ډلو څخه ئې د سپینې مانۍ ملاتړ له ترهه ګرۍ مالی ملاتړ بللی دی .
دترکیې خارجه وزیر همداراز د ټی ایف ایکس ډوله جنګی الوتکو د ګډې پروژې په باب له انګلستان سره دخبرواترو خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، انقره د لندن په ملګرتیا سره دجنګی الوتکو دتولید لپاره خپل پروګرام چټک کوی او له امریکا د ایف ۳۵ډوله جنګی الوتکو په ځای په نورو پروګرامونو پسې ده .
چاوش اوغلو په دوام کې امریکا ته د ترکیې دانجرلیک او کوره جیک هوائی ډګرونو د تړلو په باب هم خبرداری ورکړ او په ډ اګه ئې کړه ، امریکا باید درک کړی ، دانقرې په ضد دباؤ به کومه نتیجه ورنکړی .
د ترکیې د خارجه وزیر ګواښ له دې سره په یووخت ؤ چې بیګا د امریکا کانګس هغه مسوده تصویب کړې چې د ایس ۴۰۰ ډوله توغندوی دفاعی سسټة د اخستو په خاطر د ترکیې په ضد دبندیزونو غوښتنه پکې شوې وه .