د عراق په ختیځو سیمو کښې ولسی ځواک دیره شو
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق سرچینو پرون له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې لپاره په ختیځو سیمو کښې د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د ګڼ شمیر ځواکونو د دیره کیدا خبر ورکړ .
د عراق په دیاله ولایت کښې یوه(۱) ځایی چارواکی وویل دغه اقدام په دغه سیمې باندې د داعش ترهګرې ډلې د غړیو له حملې وروسته ترسره شوی دی .
د عراق په ختیځو سیمو باندې د داعش ترهګرې ډلې په وروستیو بریدونو کښې د دغه هیواد یوشمیر ښاریز وژل شوی او ژوبل شوی دی .
د داعش ترهګرې ډلې پټو عناصرو په تیرو څو اونیو کښې په عراق کښې له ناکراریو څخه په ناوړه استفادې سره ځانونه د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د نویو حملو لپاره تیار کړی دی .
امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، بحرین ،اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه هڅه کوی چې په عراق او سوریې کښې داعش او نورې وهابی تکفیری ترهګرې ډلې له سره منظم کړی او ورسره پوځی ، مالی او استخباراتی مرستې زیاتې کړی چې دغه دوه (۲) هیوادونه نور هم پسې ناامنه او بې ثباته کړی .
امریکا او سعودی عربستان له تیرو څو کلونو راهسې د داعش ،جبهه النصره او نورو ترهګرو ډلو د پیاوړی کولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .