سوریې د امریکا لخوا د تیلو د څاګانو نیول وغندل
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری د خپل هیواد د سیاسی حالاتو په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې د تیلو په میدانونو د امریکا سلطه رد شوی چاره وبلله .
هغه وویل د ترهګرو د جرړې ایستل د استانه د بهیر په نوم دخبرو اترو اصلی هدف دی .
له دې مخکې هم د سوریې د تیلو د قاچاق لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره د امریکا د عسکرو د ملګرتیا په هکله ډیر راپورونه خپاره شوی وو .
امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول د سوریې په خاروه کښې پوځی شتون لری .
له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې د امریکا غیرقانونی شتون په داسې حال کښې دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی واشنګټن د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د جوړولو اصلی عامل دی .
رسمی راپورونه وایی چې امریکا تراوسه په سوریې کښې دیره ترهګرو ډلوته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړی دی .