د سعودی عربستان خارجه وزیر نن پاکستان ته ځی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دباندنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود به نن اسلام اباد ته ورشی او د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی او لومړی وزیر عمران خان سره به کتنې او د دوه اړخیزه موضوعګانواو د دلچسپۍ وړ سیمه ییزو مسائیلو په هکله دنظر تبادله وکړی .
پاکستان ته د سعودی عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان السعود سفر له دې څو ورځې وروسته ترسره کیږی چې پاکستان د سعودی عربستان په دباو سره د مالیزیا په کوالالامپور کښې د مسلمانو هیوادونو په کانفرنس کښې له ګډون کولو ډډه وکړه .
سعودی عربستان په پاکستان زیات دباو اچولی وو چې د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی او ګواښ یې کړی وو که چیرې لومړی وزیر عمران خان په دغه کانفرنس کښې ګډون وکړی نو سعودی عربستان به د پاکستان پرضد اقتصادی بندیزونه ولګوی ، د پاکستان په مرکزی بانک کښې خپلې کیښودل شوی پیسې به بیرته واخلی او د پاکستان څلویښت (۴۰) لکه ښاریز به له عربستان وباسی او دهغوې پرځاې به د بنګلادیش هیواد ښاریزو ته کارونه ورکړی .
سعودی عربستان له امریکا، انګلستان او متحده عربی اماراتو سره یوځاې تل د پاکستان په کورنیو چارو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوی .