عربستان کښې د موسیقۍ پروګرامونه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86850-عربستان_کښې_د_موسیقۍ_پروګرامونه_کیږی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په تاریخ کښې د لومړی ځل لپاره د نوی میلادی کال د رارسیدا په مناسبت د موسیقۍ او د اتش بازۍ پروګرامونه ترسره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2019 09:42 Asia/Kabul
  • عربستان کښې د موسیقۍ پروګرامونه کیږی

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان په تاریخ کښې د لومړی ځل لپاره د نوی میلادی کال د رارسیدا په مناسبت د موسیقۍ او د اتش بازۍ پروګرامونه ترسره کیږی .

په سعودی عربستان کښې به د راتلونکی میلادی کال د رارسیدا په مناسبت د موسیقۍ د اتش بازۍ ، پټاخو او دغه راز د خوشحالۍ مراسم ترسره شی .

د سعودی عربستان خلک د روان میلادی کال د دسمبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه د مازیګر له شپږو(۶) بجو څخه  د ۲۰۲۰ میلادی کال د جنورۍ د میاشتې د لومړۍ نیټې د سهار تر یوې (۱) بجې پورې په یوه (۱) مهم ځاې کښې د جشن د لمانځلو په تمه دی .

د ویلو ده چې امریکا د سعودی عربستان حکومت ته د ویژن ټوتاوزینډ ترټی په نوم (Saudi Vision 2030) یو پروګرام ورکړی دی او  د ریاض حکومتی چارواکو ته یې حکم ورکړی  دی چې دغه پروګرام اجرایی کړی .

سعودی عربستان هم د امریکا دغه پروګرام اجرایی کوی او په دغه هیواد کښې د موسیقۍ د پروګرامونو اجرا کول ،د سینماګانو جوړول او د اروپایی او د امریکایی سندر غاړو د پروګرامونو ترسره کول په دغه پروګرام کښې شامل دی .