په بغدادکې د امریکادسفارت په وړاندې د امریکابیرغ وسوزول شو
په بغدادکې د امریکادسفارت په وړاندې د امریکابیرغ وسوزول شو
په دغې سترې غونډې کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک مرستیال مشر ابومهدی المهندس ، د عصایب اهل الحق مشر قیس الخزعلی او د صدر بهیر د رهبر مقتدا صدر جهادی مرستیال ابودعاء العیساوی هم شتون درلود.
زمونږخبریال راپورراکړ نن ورځې دعراق په بغداد کې د امریکا د سفارت په وړاندې په لسګونو زره خلکو په غونډیدا سره چې په القائم ښار کې د امریکا په هوائی بمبارۍ کې د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک د شهیدانو دجنازو د دستورو لپاره غونډ شوی وو ، مړه دې امریکا او مړه دی نیواکګر په چغو پورته کولو سره د تیریګر ې امریکا دسفارت په وړاندې دامریکا بیرغ ته اور ورته کړ .
پاریدلو په لسګونو زره خلکو په بغداد کې د امریکا د سفارت یوې دروازې ته په اوور اچولو سره ددغه سفارت په دیوالونو وختل او ورباندې ئې د الحشد الشعبی ځوا ک په ملاتړ سره ددغه ولسی ځواک بیرغ ورپوۀ او او د امریکا خلاف سخت شعارونه هم ولیکل او مړه دې وی امریکا چغې ئې پورته کړې .
په دغې سترې غونډې کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک مرستیال مشر ابومهدی المهندس ، د عصایب اهل الحق مشر قیس الخزعلی او د صدر بهیر د رهبر مقتدا صدر جهادی مرستیال ابودعاء العیساوی هم شتون درلود.
ددغه راپور په اساس دعراق د ولس په دغه اقدام پسې په بغداد کې د امریکا سفیر سره د سفارت دنورو غړو په ډ له ایز ډول پښې سپکې کړې او نامعلوم ځای ته وتښتیدل.
د امریکا بې پیلوټه الوتکو دیکشنبې په شپه له سورئې سره د عراق په پولې کې القائم ښار کې دالحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په دوو مرکزونو بمبارۍ وکړې چې له امله ئې لږترلږه دوه دیرش کسان شهیدان او څه دپاسه پنځوس نور ټپیان شوی وو .