سعودي پر عمره کوونکو نوې ماليې لګوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86986-سعودي_پر_عمره_کوونکو_نوې_ماليې_لګوي
سعودي حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال له پيله پر عمره کونکو او د داخلي الوتکو پر پروازونو نوې ماليې او ټېکسونه ولګوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 02, 2020 17:50 Asia/Kabul
  • سعودي پر عمره کوونکو نوې ماليې لګوي

سعودي حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال له پيله پر عمره کونکو او د داخلي الوتکو پر پروازونو نوې ماليې او ټېکسونه ولګوي.

د سعودي ملکي هوائي چلن ادارې ويلي، نوې لګول شوې ماليې به د هوايي ډګرونو د زېربناو او خدمتونو د غوره والي لپاره کارول کيږی.

د هوانوردۍ ادارې له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال له پيله به دا ماليې ټولولې شي او هر درې کاله وروسته به په دې اړه بیا کتنه کيږي.

سعودي چارواکو دا هم ويلي، چې د ۲۰۲۰ کال له پيله پر هر عمره کوونکي به د ويزې لګښت سربېره د روغتيا بيمې شرط هم لګوي.

که څوک د روغتيايي بيمې کارډ ونه لري، عمره کوونکي به د سعودي په سرحدونو ۱۸۹ سعودي ريال د فيس لپاره جمعه کوي.

د دې سربېره د سعودي په داخلي الوتنو هم ماليې لګوي، خو ماشومان او د ټرانزيټ اړوند مسافر له دې ماليو مستثنی دي.

د ويلو ده چې په نورو هېوادونو باندې د جنګونو تپلو، له ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ او په دې غرض له امريکې او نورو هېوادونو څخه د ميليارډونو ډالرو وسلو اخېستو سعودي له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ کړے دے.