له عراقه دې تیریګر امریکائی پوځیان زرترزره ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87106-له_عراقه_دې_تیریګر_امریکائی_پوځیان_زرترزره_ووځی
عادل عبدالمهدی ددې خبرې په کولو سره چې ددغه هیواد پوځ اوس دتیر وخت په نسبت لاپیاوړی او تجروبه کار شوی ، وئیلی دی ،له اوسنیو سختو شرائطو څخه د عراق تیریدا د ولس او مسئولانو وحدت ، د هیواد لوړو ګټو ته لومړیتوب د ورکولو او د ملی حاکمیّت دساتنې او د امنیت او ثبات ټینګولو ته اړتیا لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2020 01:48 Asia/Kabul
  • له عراقه دې تیریګر امریکائی پوځیان زرترزره ووځی

عادل عبدالمهدی ددې خبرې په کولو سره چې ددغه هیواد پوځ اوس دتیر وخت په نسبت لاپیاوړی او تجروبه کار شوی ، وئیلی دی ،له اوسنیو سختو شرائطو څخه د عراق تیریدا د ولس او مسئولانو وحدت ، د هیواد لوړو ګټو ته لومړیتوب د ورکولو او د ملی حاکمیّت دساتنې او د امنیت او ثبات ټینګولو ته اړتیا لری .

 دعراق د  موقتی لومړی وزیر عادل عبدالمهدی  بیګا  د کابینې  په بیړنۍ غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې   په عراق کې د بهرنیو  پوځیانو ماموریت ، د داعش ترهه ګرې ډلې  د له مینځّه وړلو پرته بل اړخ  غوره کړی دی ، زیاته کړې ، باید ددغو پوځیانو د ویستلو  دفیصلې  د اجرا تر ټولو ښې رودې ته د رسیدو لپاره کوټلی ګام پورته او زرتزره  اجماع ته و رسیږو .

 عادل عبدالمهدی ددې خبرې په کولو سره چې  ددغه هیواد پوځ  اوس  دتیر وخت په نسبت لاپیاوړی  او تجروبه کار شوی ، وئیلی دی ،له اوسنیو سختو شرائطو څخه د عراق تیریدا د ولس او مسئولانو وحدت ، د هیواد لوړو ګټو ته  لومړیتوب د ورکولو  او د ملی حاکمیّت  دساتنې  او د امنیت او ثبات  ټینګولو ته اړتیا لری .

 هغه له عراقه دا مریکائی پوځ  د ویستلو په باب ددغه هیواد پوځی چارواکو ته په روستی لیک کې چې  په رسندویو کې هم  خپور شوی  وئیلی دی   د  جنرال قاسم سلیمانی او  ابو مهدی المهندس  په ترور پسې ئې له عراقه   د وتلو لپاره د امریکائی پوځیانو لیک  ترلاسه کړی دی .

 په عین حال کې د  عراق حکومت  د ملګروملتو امنیت شورا ته هم   په دې اړه دلیک په ا ستولو سره وئیلی دی ، دامریکا  ترهه ګرو پوځیانو په دغه  جنایتکار اقدام سره  د نړیوالو قوانینو او تړونونو خلاف ورزی کړې ده .  دعراق پارلیمان په همدا وروستیو کې  له عراقه د درستو  ا مریکائی عسکرو د وتلو مسوده تصویب کړې او  همداراز ئې  دبهرنیو عسکرو په وسیله په هردلیل چې وی ،  دعراق د هوائی حریم څخه  داستفادې دمخنیوی غوښتنه هم کړې ده .