امریکا دعربستان روزونکی یو شمیر پوځیان وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87230-امریکا_دعربستان_روزونکی_یو_شمیر_پوځیان_وباسی
دسعودی عربستان یوه پوځی افسر محمد سعید الشمرانی چې دپیلوټئ د روزنې دپړاؤ دتیرولو لپاره امریکا ته تللی ؤ،د تیر دسمبر په شپږمه نیټه ئې په دغه پوځی مرکز کې په ډزو سره درې امریکا ئی پوځیان وژلی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 12, 2020 12:34 Asia/Kabul
  • امریکا دعربستان روزونکی یو شمیر پوځیان وباسی

دسعودی عربستان یوه پوځی افسر محمد سعید الشمرانی چې دپیلوټئ د روزنې دپړاؤ دتیرولو لپاره امریکا ته تللی ؤ،د تیر دسمبر په شپږمه نیټه ئې په دغه پوځی مرکز کې په ډزو سره درې امریکا ئی پوځیان وژلی وو .

سی این این ټیلیویژنی چینل راپورورکړی،امریکائی پوځی چارواکو وئیلی دی ،د عربستان هغه کابو لس پوځیان چې په امریکا کې روزل کیدل،ددغه هیواد له پوځی مرکزونو ویستل شوی دی .

 وئیل کیږی پنټاګان د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنساکولا په سمندری اډې کې دسعودی عربستان د یوه افسرد ترهه ګرې حملې له څیړنو وروسته په امریکا له دغه پوځی روزونکی مرکز څخه  د عربستان یو شمیر روزونکو پوځی افسرانو د شړلو  فیصله کړې ده .

  دغه کساند ترهه ګرې حملې له عامل سره  په ملګرتیا تورن دی .

 همدرااز دسعودی څو افسران چې په دغه مرکز کې ئې روزنې کولې،په جنسی ناسمو استفادو هم تورن دی .

 د امریکا ایف بی آئی پولیسو  وئیلی دی ،  په پنساکولا سمندری پوخی مرکز کې  مرګونی ډزې  ترهه ګری شمیرل کیږی .

 دسعودی عربستان یوه پوځی افسر  محمد سعید الشمرانی  چې  دپیلوټئ  د روزنې دپړاؤ دتیرولو لپاره امریکا ته تللی ؤ ، د تیر دسمبر په شپږمه نیټه  ئې په دغه پوځی مرکز کې  په ډزو سره درې امریکا ئی پوځیان وژلی وو .