د سامرا په شاوخوا کې یو شمیر سیمې له داعشیانو پاکې شوی
د سامرا په شاوخوا کې یو شمیرسیمې له داعشیانوپاکې شوی
په عراق کې د ترهه ګرې داعشی ډلې له ماتې سره سره ، تر دې دمه ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې تکفیری داعشی ترهه ګر هماغه شتون شته دی او په تیت پرک ډول ترهه ګرې حملې کوی .
سومریه نیوز خبری سایټ راپورورکړی ، الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک نن یوه اعلامیه خپره کړی او وئیلی ئې دی ، د عراق پولیسو او ولسی بسیجی ځواک ۴۱کنډک د اطلاعاتی راپورونو په اساس د سامرا په جنوبی سیمو ، یثرب او السعلوه سیمو کې په پلټونکو عملیاتو کې له داعشی تکفیریانو ځینی نوره سیمې هم پاکې کړی دی .
په دغې اعلامیې کې ددغو عملیاتو موخه دسیمې دا منیت اوثبات پیاوړتیا او دترهه ګرو ډ لو دبیرته یو ځای کیدا دفرصت له مینځه وړل اعلان شوی دی.
له عراقه په بل خبر کې هم وئیل شوی دی ، الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د موصل په جنوب لویدیځ کې په الحضر ټاپو کې د داعشی ترهه ګرو یو سرنګ کشف ا و تباه کړی چې په دغه سرنګ کې کابو درې زره بمونه، لاسی بمونه او چاودیدونکی توکی او جیکټې او همداراز کابو دیرش توغندی هم کشف هم موجود وو .
په عراق کې د ترهه ګرې داعشی ډلې له ماتې سره سره ، تر دې دمه ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې تکفیری داعشی ترهه ګر هماغه شتون شته دی او په تیت پرک ډول ترهه ګرې حملې کوی .