د پيړۍ معامله د اسرائيلو دغیرقانوني استعمارګرۍ تثبیتول او دفلسطنیانودحقوقو انکاردی
دا روپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم بیګا د ویې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمب ددغه پلان په غبرګون کې ، ددغه پلان په وړاندې د اروپائي اتحادئې معیار او ټاکنې ، د نړیوالو تړونونو او د ملګروملتو د درستو پریکړه لیکونو ته د احترام په اساس او د فلسطینیانو د آ ئيډیاؤ په نظر کې په نیولو کې د یوه فلسطینی هیواد د جوړیدا حل لارې ته د رسیدو لپاره پیاوړي ژمنتیا وبلله .
د انګلستان د حکومت دمخالف لوري مشر جرمي کوربین هم نن سهار په یوه ټولنیز پیغام کې وئيلی دي د ټرمپ د پيړۍ معامله کو م سوله ایز پلان نه دی ، بلکې د اسرائيلو دغیر قانوني استعمار ګرۍ د تثبیتولو او د فلسطنیانوله حقوقو د انکار کولو لپاره یوه ستره دسیسه ده . هغه وئيلي انګریز حکومت باید له دغې ملنډې سره چورلټ مخالفت او د حقیقي سولې د ترلاسه کولو په ضرورت دې ټينګار وکړي .
همدرااز ایرنا خبری آژانس هم د اروپائي اتحادئې د انټرنیټي سایټ له قوله راپورورکړی دی ، دا روپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل بیګا د ویې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمب ددغه پلان په غبرګون کې ، ددغه پلان په وړاندې د اروپائي اتحادئې معیار او ټاکنې ، د نړیوالو تړونونو او د ملګروملتو د درستو پریکړه لیکونو ته د احترام په اساس او د فلسطینیانو د آ ئيډیاؤ په نظر کې په نیولو کې د یوه فلسطینی هیواد د جوړیدا حل لارې ته د رسیدو لپاره پیاوړي ژمنتیا وبلله . او دغه راز ئې وئيلي دي ، اروپائي اتحادیه به د ټرمپ پلان د خپلو معیارونو په اساس و ارزوي . البته جوزف بورل د ترینګلتیاؤ واقعې یوازینۍ حل لاره یوه فلسطیني هیواد جوړیدا ته ژمنتیا بللې ده .
د روسیې خارجه وزارت هم په دې باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د پيړۍ په معاملې غور کوي ، خو په دې باب دفلسطینیانو او عربو هیوادونو دریځ لامهم دی . همداراز د انګلستان او فرانسې خارجه وزیرانو هم په دې باب سوړ غبرګون ښودلی او د فلسطین او صهیونیسټي رژیم له مشرانو ئې غوښتي څو دغه پلان د دوي په تعبیر په منصفانه او حقیقي توګه وارزوي . ډیری شناندي او کارپوهان وائي د پيړۍ د معاملې په باب د اروپایانو سوړ کړچار اوغبرګون له دې ځایه سرچینه اخلي و چې د واشنګټن اوتل ابیب چارواکو ددغه سند په برابرولو کې خپل اروپائي متحدان نه دي بللي .