ترکیه به آخر ترکومه دسورئې په خاورې کې شتون ته دوام ورکوي ؟
په سورئې کې دپوځي شتون دزیاتولو لپاره د ترکیې بیا هڅه
په دغو شرائطو کې ، دسورئې په خاورې کې د ترکیې د پوځ هرډول نوي عملیات ، ممکنه ده ، له ترهه ګرو ډلوټپلو څخه ددغه هیواد دنیواکي سیمو په آزادولو او همدرااز دتکفیری داعشی او د نورو وسلوالو جنایتکارو ډلو له پاتې جنایتکارو څخه دسیمو په پاکونې کې خار پار او خنډ رامینځة کړي .
په لیبیا کې د ترکیې د پوځي شتون د مخنیوي لپاره د نړۍد ځينوهیوادونو په تیره بیا د مدیترانې سمندرد څنډېځينوهیوادونو په دباؤ پسې، ددغه هیواد پوځ دسورئې پولو ته دپوځي تجهیزاتو د لیږدولو خبر ورکړی .
د ترکیې پوځ په تیرو څو ورځو کې پر څو ټانکونو او زغرګاډو سربیره د سورئې په پولې کې هاتا جنوبی ولایت ته د سیمټو د بلاکونو ډکې پنځلس چکړې هم لیږدولي دي .
د سورئې پولو ته د زغرګاډو او د سیمټو له بلاکونو د ډکو چکړو په څيرد تجهیزاتو لیږد، دغه آوازه او پروپيګنډه پیاوړي کوي،چې د ترکیې حکومت د سورئې په خاورې کې د دایمي پوځي مرکزونود جوړولو په خاطر هماغه رازهڅه کوي .په عین حال کې،باید ووئيل شي،دسورئې شمالي پولو ته د ترکیې د پوځي تجهیزاتو لیږدول پهداسې حال کې ترسره کیږي،چېد سورئې پوځ په تیرو دوو میاشتو کې دخپلو پرمختګونو په دوام کې ، له تکفیری ترهه ګرو ډ لو سره له درندو نښتو وروسته ، توانیدلی دی،ددغه هیواد په شمال کې د حلب په لویدیځي سیمو کې د خان طومان سټرټژيکې سیمې سره نزدې یو شمیر کلي هم د جنایتکارو ترهه ګرو له سپيرو منګولو پاک کړي .
څرګنده ده چې په دغو شرائطو کې ،دسورئې په خاورې کې د ترکیې د پوځ هرډول نوي عملیات ، ممکنه ده،له ترهه ګرو ډلوټپلو څخه ددغه هیواد دنیواکي سیمو په آزادولو او همدرااز دتکفیری داعشی او د نورو وسلوالو جنایتکارو ډلو له پاتې جنایتکارو څخه دسیمو په پاکونې کې خارپار او خنډ رامینځة کړي .ددې په ترڅ کې چې ،د سورئې په شمالی ټاټوبو کې د ترکیې پوځي خوځښتونه ،د سورئې په خاورې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو لپاره یو بل فرصت برابر کړي څوله دغې پاکونې ځانونه وژغوري .
په تیرو دوو کلونو د ترکیې پوځ د وسلوالو کرد ډ لو د ځپنې په پلمې سره ،د سورئې په خاورې کې څو پوځي عملیات کړي دي .د سورئې په خاورې کې د ترکیې د پوځ دفرات د ډال ، دزیتون څانګې او د سولې د چینې په نامو سره پوځي عملیاتو تر دې دمه یوازې د سورئې په لسګونو زره ښاریز کډه په سرکړي او د دسوریاوالو پناه غواړو د شمیر د زیاتیدا لامل شوي او بله هیڅ نتیجه ئې نه ده درلودلي.په همدې دلیل ده چې د سورئې په خاورې کې د ترکیې د پوځ پوځي خوځښتونو د دمشق دحکومت او د سورئې د ولس سخت اعتراضونه په ځان پسې درلودلي دي .
په دې مینځو میان کې ، د سورئې او ترکیې د حکومتونو ترمینځ د اساسي لیدتوګې یو توپیر شته دی .د ترکیې چارواکي وائي ،د سورئې د دډيموکراټيک اتحاد ګوند(پي وائي ډي ) او د خلک مدافع یونټونو (وائي پي جې ) پشمول کرد ډلې ټپلې ، د پي کې کې په نامې سره د ترکیې د کردستان د کارګرانو دګوند او بهرنیو هیوادونو په ملاتړ سره د سورئې په شمال او له دغه هیواد سره د ترکیې په اوږدو پولو جنوبی برخې کې د یوه هیواد او یا د کرمیشته خپلواکه سیمې په جوړولو پسې دي .په حقیقت کې ترک پوځیان، د داعش او النصره جبهې په څيرله حقیقي ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو سره دمقابلې په ځاي ، یوازې په سیمې کې د کرد وسلوالو ډلو ټپلو سره په مقابلې پسې دي .په همدې دلیل د سیمې ډیری سیاسی ټولنې له کرد ډ لو سره د ترکیې مبارزه،له ترهه ګرو سره مبارزه نه ګڼي .ددې په ترڅ کې چې،د ترکیې دپوځ په خوښتونو سره ،د سورئې کرد میشته سیمو اوسیدونکي کردان،غیر کرد میشته سیمو په لور کوچیدلي دي،چې دغې چارې د دشمق د حکومت مشکلات نوره هم زیات کړي دي.په داسې حال کې چې د دمشق چارواکي باؤري دي،دسورئې په خاورې کې د ترکیې پوځي شتون،چې په هرې موخې سره وي،ناروا دی او له نیواکګرۍ پرته بله معنا نه لري .
په ټول کې دې واقعیّت ته په پام سره چې د سورئې په خاورې کې د ترکیې پوځي خوځښتونو تر دې د مه،نه یوازې د ترهه ګرو د اصلی ډلو ټپلو له نابودۍ سره کومه مرسته نه ده کړې،بلکې په یوه وخت ئې د سورئې دحکومت مشکلات زیات کړيهم دي .باید ووئيل شي،دسورئې د خاورې دنیواک دوام ممکنه ده،دسورئې په خاورې کې د ترک پوځي ځواک د دایمي دیره کیدا لامل شي.ددغه اقدام په نتیجې کې به د دمشق له حکومت سره د انقرې د حکومت پر روانو ترینګلتیاؤ سربیره ،څرګنده ده چې د سورئې په خاورې کې له ځينو ګټه لرونکوحکومتونوسره هم د ترکیې مشکلات او ترینګلتیاوې زیاتې شي .