صهیونیسټو پوځیانو دوه فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87778-صهیونیسټو_پوځیانو_دوه_فلسطینیان_شهیدان_کړل
د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په ډزو کښې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • صهیونیسټو پوځیانو دوه فلسطینیان شهیدان کړل

د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په ډزو کښې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان شول.

المیادین ټي وي خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو پرون په دې پلمه چې یو فلسطیني ځوان د قدس په باب الاسباط سیمه کښې په چاقو سره پر صهیونیسټانو د حملې هڅه کوله، په هغه ډزې کړي او شهید یې کړ.

په جنین ښار کښې هم یو فلسطیني پولیس طارق بدوان  د یو صهیونیسټي پوځي د ډزو له امله شهید شوی دی.

هم داشان وړمه ورځ د محمد سلمان طعمه الحداد په نوم یو ۱۷ کلن فلسطینی ځلمی په الخلیل ښار کښې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهید شوی و.