صهیونیسټو پوځیانو دوه فلسطینیان شهیدان کړل
Feb 07, 2020 07:44 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په ډزو کښې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان شول.
المیادین ټي وي خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو پرون په دې پلمه چې یو فلسطیني ځوان د قدس په باب الاسباط سیمه کښې په چاقو سره پر صهیونیسټانو د حملې هڅه کوله، په هغه ډزې کړي او شهید یې کړ.
په جنین ښار کښې هم یو فلسطیني پولیس طارق بدوان د یو صهیونیسټي پوځي د ډزو له امله شهید شوی دی.
هم داشان وړمه ورځ د محمد سلمان طعمه الحداد په نوم یو ۱۷ کلن فلسطینی ځلمی په الخلیل ښار کښې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو شهید شوی و.
ټیګونه