د عراق د پارلیمان مرستیال مشر:
امریکایانو! سمدستي له عراقه ووځئ
Feb 07, 2020 04:15 Asia/Kabul
د عراق د پارلیمان مرستیال مشر د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکې د سفارت دخالتونه په کلکه وغندل او څرګنده یې کړه چې امریکا په عراق کښې د دسیسې تکل کوي.
د عراق د پارلیمان مرستیال مشر بیګا د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکې د سفارت د بیابیا لاسوهنو په غبرګون کښې وویل: واشنګټن باید زرترزره خپل ځواکونه له عراقه وباسي.
حسین کریم الکعبي د عراق په کورنیو چارو کښې د امریکې د سفارت دخالتونه په کلکه وغندل او څرګنده یې کړه چې امریکا په عراق کښې د دسیسې تکل کوي.
د ویلو ده چې په بغداد کښې د امریکې سفارت وړمه ورځ په یوه لاسوهونکې خبرپاڼه کښې د عراق له حکومته وغوښتل چې په نجف کښې د معترضانو د ځپنې مخه ونیسي.
ټیګونه