سوډان له یمن څخه خپل لس زره پوځونه وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87859-سوډان_له_یمن_څخه_خپل_لس_زره_پوځونه_وباسي
د سوډان د واکمنې شورا لومړي وزیر عبدا...حمدوک هم له دې مخکې په سعودي ائيتلاف کې ددغه هیواد دپوځیانو له پنځلسو زرو تر پنځو زرو پورې دکمولو خبر ورکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2020 12:26 Asia/Kabul
  •  سوډان له یمن څخه خپل لس زره پوځونه وباسي

د سوډان د واکمنې شورا لومړي وزیر عبدا...حمدوک هم له دې مخکې په سعودي ائيتلاف کې ددغه هیواد دپوځیانو له پنځلسو زرو تر پنځو زرو پورې دکمولو خبر ورکړی ؤ .

روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړ،د سوډان د کلتور او اطلاع رسونې وزیر فیصل محمد صالح  بیګا  د ایتوپیا په پلازمینې  آدیس  آبابا کې د افریقائي اتحادئې دسرمشریزې په څنډې کې  وئیلي دي،د خرطوم حکومت  په دې اند دی چې   دیمن جنګ  پوځي حل لاره نه لري او هیواد ئې  سوکه سوکه  له یمنه خپل ځواکونه وباسي .

 فیصل  محمد صالح وئيلي دي ، اوس د یمن دجنګ په باب په کلي توګه  بیا کتنې،حتی د عربی ائيتلاف د اصلي غړو  ترمینځ هم ترسره شوي دي .

د سوډان د واکمنې شورا لومړي وزیر عبدا...حمدوک  هم له دې مخکې په سعودي ائيتلاف کې ددغه هیواد دپوځیانو له پنځلسو زرو تر پنځو زرو پورې  دکمولو خبر ورکړی ؤ .