سوریې د ترکیې پوځي یرغل په کلکه غندلی
زمونږ خبریال وایي د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا په خپل هیواد کښې د ترکیې د پوځیانو غیرقانوني شتون وغاند .
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په ادلب ولایت او په ریف حلب سیمه کښې د ترکیې د نورو عسکرو د دیره کیدا او په هستوګنو سیمو د ترکیې د پوځیانو د حملې هدف د ترهګرو ژغورل وبلل او ویې ویل په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د ژوندي ساتلو لپاره به د ترکیې هڅې ماتي وخوري .
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په خپل هیواد کښې د ترکیې د عسکرو شتون د نړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ او د سوریې په واکمنۍ تیری وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل په سوریې او لیبیا کښې د ترکیې د حکومت د غلیمانه اقداماتو د کنټرولولو لپاره پریکنده دریځ غوره کړي .
د سوریې په ادلب او حلب ولایتونو کښې د ترهګرو ډلو د اخري مرکزونو د ازادولو لپاره د سوریې د پوځ د پرمختګونو دوام د ترکیې او د سوریې ترمینځ د نوي شخړې او د دواړو هیوادونو د عسکرو ترمینځ د جنګونو د رامینځته کیدا سبب شوی دی .
د ترکیې پوځيان د سوریې د پوځ په مورچو باندې حملو سره په دغه هیواد کښې د کړکیچ د ختمیدا په لاره کښې خنډونه اچوي .
ترکیه له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، انګلستان ، امریکا، فرانسې ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په لیبیا سوریې ، عراق ، لبنان او نورو ډیروسیمو کښې د ترهګرو ډلو ملاتړي ده .