د یمن له جنګه د متحده عربی اماراتو بشپړ وتل
د یمن په جنګ کې د متحده عربی اماراتو یو سل اته پوځیان هلاک شوي دي. پر دې سربیره ، متحده عربی امارات ، د یمن د پوځ او انصار ا...ولسی مبارز غورځنګ له خوا په جدي توګه ګواښل شوي دی . همدغه ګواښ چې د ۲۰۱۹کال له سپرلي څخه لاجدي شوی ، لامل شوی دی ، متحده عربی امارات د یمن په ضد له جنګه د وتلو فیصله وکړي .
متحده عربی اماراتو د یمن په ضد دجنګ د پنځم کال د پاي په درشل کې اعلان کړی ، چې له یمنه خپل عسکر په بشپړ ډول وباسي .
د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف جنګ د ۲۰۱۵کال د مارچ له شپږویشتمې نیټې پيل شوی دی . که څه هم ووئيل شول چې دغه ائيتلاف په نهو هیوادونو مشتمل دی ،خو عملا سعودي عربستان او متحده عربی امارت په دغه جنګ کې فعال شتون لري .
د یمن د جنګ د پنځم کال د ختمیدا او د شپږم کال د پيلیدا په درشل کې ، اماراتو ، له یمنه د بشپړ وتلو فیصله کړې ده . په دغه جنګ کې د متحده عربی اماراتو پنځلس زره پوځیان برخه اخلي .
په یمن کې د متحده عربی اماراتو د ګډو عملیاتو قوماندان جنرال عیسی مزروعي په ابوظبئ کې د اماراتود پوځي ځواک دستنیدو په دستورو کې وئيلي دي ، د اماراتو جنګي الوتکو په تیرو پنځو کلونو کې د یمن په ضد یو لک دیرش زره ساؤرټي الوتونه (sortie) او همداراز ئې د عملیاتو په ډګر کې هم څه دپاسه نیم میلیون ساعته الوتونه کړي دي اود اماراتو نوي جنګي کشتیو هم په دغه جنګ کې ګډون درلودلی .
د یمن په جنګ کې د متحده عربی اماراتو یو سل اته پوځیان هلاک شوي دي. پر دې سربیره ، متحده عربی امارات ، د یمن د پوځ او انصار ا...ولسی مبارز غورځنګ له خوا په جدي توګه ګواښل شوي دی . همدغه ګواښ چې د ۲۰۱۹کال له سپرلي څخه لاجدي شوی ، لامل شوی دی ، متحده عربی امارات د یمن په ضد له جنګه د وتلو فیصله وکړي .
په لومړنۍ مرحلې کې اماراتو د ۲۰۱۹کال په اوړي کې د یمن په خاوره کې دخپلو پوځیانو شمیر کم کړ او پاتې پوځیانو هم په یمن کې د تالی څټو ځواکونو د روزنې دنده په غاړه درلودلې ده . اوس په دوهمې مرحلې کې ، پاتې پوځیان هم په بشپړ ډول له یمن څخه وباسي ، خو په دغه جنګ کې د اماراتو شتون پاي ته نه دی رسیدلی ،ځکه ابوظبئ په تیرو پنځو کلونو کې د یمن په داخل کې خپل پيّلي او ګوډاګیان روزلي او دیمن ځاي ځواک ئې جذب کړی دی . د جنوب انتقالي شورا سیاسی او حزام الامن ځواک هم د یمن په جنوب کې له اماراتو سره اړونده تر ټولو مهم پوځي ځواک دی .
له یمنه د متحده عربی اماراتود پوځيانو بشپړوتل دوه مهم پيغامونه لري .لومړی دا چې ، دریاض موافقه چې د ۲۰۱۹کال په نومبر کې د عربستان په مینځګړیتوب سره د یمن د مستعفي او تښتیدلي حکومت او دجنوب د انتقالي شورا ترمینځ لاسلیک شوي وه ، عملا له ماتې سره مخامخ شوي ، یوه داسې موضوع ، چې څو ورځې مخکې د یمن دتښتیدلي حکومت ویندوي هم پرې اعتراف کړی دی .
دوهم دا چې ، د اماراتو بشپړ وتل د سعودي ائیتلاف دبشپړ دړې وړې کیدا او له مینځه تلو په معنا دی . یوه داسې موضوع، چې رای الیوم ورځپاڼې هم پخپل یوه راپو رکې ورته اشاره کړې ده او دا ئې د یمن د جنګ د پاي په پیل او د عربستان او متحده عربی اماراتو ترمینځ د شراکت دختمیدو او دغه راز د عربی ائيتلاف د له مینځه تلو په عنوان سره بللې ده .
په حقیقت کې ، امارات دې جمع بندۍ ته رسیدلی چې دیمن په ضد په جنګ کې به بریالي نشي . د دغه جنګ دوام ددې په ترڅ کې چې یوه سیاسی او پوځي ماته حسابیږي ، ډير زیات اقتصادي لګښتونه به هم ولري .
داپه داسې حال کې دي چې دپیسو نړیوال صندوق (آئي ایم ایف) هم پخپل یوه وروستي راپور کې چې د تیرمیلادي کال په وروستیو کې ئې خپور کړی ، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هیوادونو د اقتصادي شرائطو په باب ئې خبرداری ورکړی دی .
ا وس له یمنه د متحده عربی اماراتو په بشپړ وتلو سره ، دا سعودي عربستان دی چې باید ددغه جنګ د ختمولو په باب دې فیصله وکړي ،ځکه چې دغه :پریکنده طوفان :نومې ناانډوله جنګ نه طوفان پاتې دی او نه ئې هم پریکندوالی .