د سوریې عسکرو د حلب، دمشق لاره ازاده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87962-د_سوریې_عسکرو_د_حلب_دمشق_لاره_ازاده_کړه
زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ بریالی شو له حلب څخه دمشق ته تلکي نړیواله لاره د ترهګرو ډلو له نیواک څخه ازاده کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 01:52 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو د حلب، دمشق لاره ازاده کړه

زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ بریالی شو له حلب څخه دمشق ته تلکي نړیواله لاره د ترهګرو ډلو له نیواک څخه ازاده کړي .

د ادلب او د حماه لخوا له حلب څخه دمشق ته تللي نړیواله لاره اوس په کامل ډول د ترهګرو له وجود څخه پاکه کړې شوي ده او هلته بشپړه امنیت ټینګ دی .

د سوریې عسکرو په راشدین څلور(۴)  نومې سیمه کښې په ترهګرو باندې له حملې او له دغه سیمې د هغوې له شړلو وروسته د خپلو پرمختګونو په دوام کښې د ځمکې لاندې ټونلونه او هغه تاسیستات چې ترهګرو استعمالول کشف او تباه کړل .

د سوریې عسکرو په ترهګرو ډلو باندې په بریدونو سره د حلب په لویدیځ کښې« اروم الصغرا »کلی هم ازاد کړ او په «اروم الکبری» او دهغه په خوا وشا کښې یې د ترهګرو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړ .

د سوریې پوځ په تیرو دوو (۲)میاشتو کښې له ترهګرو ډلو څخه دیارلس سوه (۱۳۰۰) کلومیټره ځمکې ازادې کړي دي او اوس د ادلب ولایت مرکز ادلب ته نږدې شوي دي .