ایران په سیمې کې یو لوي هیواد دی
د عمان خارجه وزیر همداراز په هرمز تنګي کې د جنګي کشتیو هر ډول شتون او ړ شخړې د رامینځةکولو په باب اندیښنه څرګنده کړه . د عمان د خارجه وزیر اشاره ، په فارس خلیج سمندر کې له اوو ه یوادونو د جوړ سنټينل عملیاتو په نامې سره لویدیځي ائيتلاف ته ده .
الجزیره ټيلیوژني چینل راپور ورکړی ، د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي د مونیخ امنیتی غونډې کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي دایران چیلنج کول دسیمې د حالاتو له آرامولو سره هیڅ مرسته نه کوي، ځکه ایران به په هر ډول شرائطو کې هماغه راز ستر هیواد پاتې شي .
بن علوي ددې خبرې په کولو سره چې عمان له ایران سره یو شان دریځونه لري ، په سیمې ئې کې د سولې اوثبات په ملاتړ کې د عمان دپاچائۍ په روښانه دریځ ټینګار وکړ .
د عمان خارجه وزیر همداراز په هرمز تنګي کې د جنګي کشتیو هر ډول شتون او ړ شخړې د رامینځةکولو په باب اندیښنه څرګنده کړه .
د عمان د خارجه وزیر اشاره ، په فارس خلیج سمندر کې له اوو ه یوادونو د جوړ سنټينل عملیاتو په نامې سره لویدیځي ائيتلاف ته ده .
امریکا په همداوروستیو میاشتو کې پر ایران د دباؤ د زیاتولو په موخې سره ، په فارس خلیج سیمې کې خپل پوځي شتون زیات کړی او د ځينو متحدانو په ملګرتیا سره لمسونکی اقدامات کوي .
دایران اسلامی جمهوریت په فارس خلیج کې د سمندر کچ کونې د آزادۍ د خلاف ورزۍ په باب د واشنګټن اولندن د تورونو په ردولو سره ټينګار کړی ، ددغې سیمې د ساتلو اصلي مسئولیّت د ایران او ګاونډیو هیوادونو په غاړه دی او اجازت به ورنکړي ، نور ددغې سیمې امنیت سره ګډوډ کړي .