د فلسطین او د اسرائیلو د دوه ورځني جنګ پایلې :-
د فلسطین د مقاومت ډلو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ جنګ په اوربند سره پاې ته ورسید .
دغه جنګ د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په تیري او د فلسطین د اوه ویشت (۲۷) کلن شهید د مړي په سپکاو سره پیل شو چې د فلسطین د مقاومت ډلو پریکنده ځواب یې هم په ځان پسې لرلی دی .
دغه جنګ کابو اته څلویښت (۴۸) ساعته دوام درلود خو مهمې پایلې لري .
دغه جنګ ثابته کړه هغه موده چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین د مقاومت له ډلو سره د جنګ کولو توان لري اتو څلویښتو (۴۸) ته کم شوی دی .
صهیونیسټ رژیم د ۲۰۱۸ میلادي کال په نوامبر میاشت کښې څلور(۴) ورځې او په تیر میلادي کال کښې د فلسطین له مقاومت ډلو سره دوه (۲) ورځې جنګ کړی وو او وروستی جنګ هم په کابو اتوڅلویښتو (۴۸) ساعتونو کښې پاې ته ورسید .
دغه جنګ د برید په مقابل کښې د برید معادله عملا ثابته کړه ځکه چې د فلسطین د مقاومت ډلو نه یوازې د نیواکګر رژیم د حملو په وړاندې شاتګ ونکړ بلکې پریکنده ځواب یې ورکړ په دې ډول چې بیګا یې په یوه (۱) ساعت کښې په نیواکي ټاټوبي پینځویشت (۲۵) راکټونه ورویشتل .
د حملې په وړاندې د حملې معادله د دې ښودنه کوي د فلسطین مقاومت ډلې تیارسې دي او د صهیونیسټ رژیم لخوا هرډول جنایت ته ځواب ورکولای شي .
بل ټکی دا دی چې د برید په مقابل کښې د برید معادلې د قدس دنیواکګر رژیم کمزوریانې واضحې کړې .
په حقیقت کښې د حملې په مقابل کښې د حملې معادلې ثابته کړه چې د صهیونیسټ رژيم پوځ د لویدیځې اسیا ترټولو قوي پوځ نه دی .
د اسرائیلو مشهور پوځي کارپيژاندي الون بن ډیویډ په دې هکله اعتراف وکړ چې اسرائیل د فلسطین له مقاومت سره په مقابلې کښې په کامل ډول ناکامه وو .
هغه وویل د اسرائیلو جنګي الوتکې د نښتو په دغه پړاو کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د یوه(۱) قومندان بها ابو العطا له شهادت څخه د وروسته پیښو په اپوټه ونه توانیدلې د فلسطین د مقاومت ډلو د توغندیو په ویشتونکو مرکزونو حملې وکړې .
د دغه جنګ بل پیغام دا دی چې یوځل بیا یې د صهیونیسټ رژیم ترهګر خوې وښود .
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وروسته له دې چې د مقاومت ډلو له پیاوړي غبرګون سره مخ شو په صریح ډول یوځل بیا ګواښ وکړ چې دغه رژیم به د مقاومت د مشرانو وژلې ته مخه کړي .
اسرائیلو د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ یو(۱) قومندان بها ابو العطا ټرور کړی وو .
نتانیاهو له دې مخکې هم ګواښ کړی وو د فلسطین مشران او قومندانان به ټرور کړي .
اخري خبره دا چې دغه جنګ د راتلونکي کابینې په جوړولو کښې د صهیونیسټ رژیم لپاره یو (۱) مهم پیغام لرلی شي .
د اسرائیلو په پارلمان کنسټ (Knesset) کښې عرب استازي او د عربو د ګډ فهرست مشر ایمن عوده وویل د پارلمان په راتلونکو انتخاباتو کښې به د لومړي وزارت د ترلاسه کولو لپاره نه د نتانیاهو او نه د بني ګانټس ملاتړ وکړي ځکه چې بني ګانټس د نیواکګرۍ د ختمیدا او د سولې د تحقق هڅه نه کوي او نتانیاهو اوس هم د فلسطین د غزې تړانګې پرضد حملو ته دوام ورکوي او مونږ به هیڅکله له داسې حکومت سره چې په غزې تړانګې باندې حمله وکړي ملګرتیا ونکړو .
په حقیقت کښې که چیرې نتانیاهو له دې مخکې د کابینې د جوړولو لپاره د عربو د ګډ فهرست په ملاتړ حساب خلاص کړی وو اوس یې د غزې تړانګې پرضد په دغو حملو سره دغه ملاتړ له لاسه ورکړی دی او دا ډول شرایط به په نیواکي ټاټوبو کښې د سیاسي ثبات د دوام په معنا وي .