د سورئې پوځ کفرنبل سټراټژيک ښار ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88245-د_سورئې_پوځ_کفرنبل_سټراټژيک_ښار_ته_ورسید
د ادلب او حلب او الحسکه ولایتونو پر ځينو سیمو د سورئې دپوځ په مسلط کیدا سره ، د ترکیې پوځ له ترهه ګرو دملاتړ په دوام کې په همداورووستیو شپو ورځو کې په کرتو د سورئې دپوځ مرکزونه او مورچلې په نښه کړي دي او د سورئې له پوځ سره ښکیل شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2020 09:59 Asia/Kabul
  •   د سورئې پوځ  کفرنبل سټراټژيک ښار ته ورسید

د ادلب او حلب او الحسکه ولایتونو پر ځينو سیمو د سورئې دپوځ په مسلط کیدا سره ، د ترکیې پوځ له ترهه ګرو دملاتړ په دوام کې په همداورووستیو شپو ورځو کې په کرتو د سورئې دپوځ مرکزونه او مورچلې په نښه کړي دي او د سورئې له پوځ سره ښکیل شوي دي .

زمونږخبریال راپورراکړ  د سورئې  پوځ او مقاومتي ځواک  له تکفیری ترهه ګرو سره دجنګ په دوام کې  او د ادلب ولایت له جنوبه  دجنایتکارو د  ویستلو لپاره په هڅې سره  کفر نبل سټراټژيک  ښار ته داخل شول .

 راپور ښئ د النصره جبهې  او انصار التوحید تکفیری ترهه ګرو  ډلو  په سلګونو ترهه ګر بیګا د ادلب  په جنوبی سیمو کې  په واقع کفر نیل ښار کې  د خپلو مورچلو په پریښودلو سره د الزاویه غرۀ ختیځي لمنو ته تښتیدلي دي .

 د سورئې پوځ د حاس ښارګي په لور  پرمختګ ته چې د کفرنبل ښار ختیځه دروازه ده ، دوام ورکړی دی . 

 د ادلب او حلب  او الحسکه ولایتونو پر ځينو سیمو د سورئې دپوځ  په مسلط کیدا سره ، د ترکیې پوځ له ترهه ګرو دملاتړ په دوام کې  په همداورووستیو شپو ورځو کې په کرتو د سورئې دپوځ مرکزونه او مورچلې  په نښه کړي دي او د سورئې له پوځ سره ښکیل شوي دي .

 دسورئې پوځ د دسمبر په نولسمه نیټه  د ادلب ولایت د جنوب ختیځو سیمو د آ زادولو لپاره پراخ پوځي  پاکونکي عملیات پیل کړي  او په دغې مودې کې ئې  د چنایتکارو ترهه ګرو ډلو له سپیرومنګولو  په سلګونو کلي او ښارګي  هم آزاد کړي دي .

ادلب ولایت په سورئې کې د ترهه ګرو تر ټولو وروستۍ مرکز پاتې شوي دی .