دسورئې په شمال کې د ترکیې ۳۳پوځيان وژل شوي
د سورئې په شمالی برخو کې حالات د ترینګلتیا په لور روان دي او هر کله چې د سورئې پوځ د تکفیری ترهه ګرو په ضد د پرمخګونو په حال کې شوی ، د ترکیې پوځ د ترهه ګرو په ملاتړ کې لاس په کار شوی او د سورئې دپوځ د پرمختګ دمخنیوي لپاره ئې په سیمې کې اړۍ ګړۍ جوړې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ترکیې په جنوب کې خبرو سرچینو وئیلي دي ، د سورئې په شمال لویدیځ کې په ادلب ولایت کې د ترکیې د پوځ په مورچلو د سورئې دپوځ په هوائي حملې کې د ترکیې درې دیرش پوځیان هلاک او په لسګونو نور ټپیان شوي دي . چ
د ترکیې د ولسمشرۍ دمانۍ د ارتباطاتو دادارې مشر فخرالدین آلتون نن سهار په دغې حملې کې د ترکیې د لسګونو پوځيانو په وژل کیدو پسې وئیلي دي ، دغه حمله به بې ځوابه پاتې نشي .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په همداوروستیو کې د سورېئ د ادلب د حالاتو په باب دامنیتی شورا بیړنۍ غونډه ترسره کړې ، البته د فیصلو په باب ئې دخبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دي وئیلي. همداراز د ترکیې د حکومت مخالفو ګوندونو او ډلو ټپلو هم د سورئې په ادلب کې په وروستیو شخړو بیړنۍ غونډه جوړه کړې او وئيلي ئې دي باید رجب طیب اردوغان د نورو په ټاټوبو کې د لاسوهنې په ځاي د خپل ا منیت په فکر کې شي .
وروستی راپورونه ددې ښودنه کوي چې دسورئې په شمالی برخو کې حالات د ترینګلتیا په لور روان دي او هرکله چې د سورئې پوځ د تکفیری ترهه ګرو په ضد د پرمخګونو په حال کې شوی ، د ترکیې پوځ د ترهه ګرو په ملاتړ کې لاس په کار شوی او د سورئې دپوځ د پرمختګ دمخنیوي لپاره ئې په سیمې کې اړۍ ګړۍ جوړې کړي دي . همداراز د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ هم د ترکیې له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي باید تاؤتریخوالی کم شي او په سیمې کې د حالاتو د لاترینګلتیا دمخینوي لپاره په ادلب سیمې کې اووربند وشي .